منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:28 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
پېښې

سمنګان کې یو ځوان اوبو کې د ډوبېدو له امله مړ شوی

سمنګان کې ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت په دره‌صوف‌بالا ولسوالۍ کې یو ځوان اوبو کې د لامبو پر مهال ډوب شوی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

· 1 دقیقه لوستل · 290 کتنې

ایبک (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۳): سمنګان کې ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت په دره‌صوف‌بالا ولسوالۍ کې یو ځوان اوبو کې د لامبو پر مهال ډوب شوی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د سمنګان امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله رحمانی پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده پېښه پرون وروسته له غرمې د دغه ولایت د دره‌صوف‌بالا ولسوالۍ په نور کلي کې شوې ده.

رحماني زیاته کړې، امنیتي ځواکونه د یاد ځوان د مړي راایستلو په هڅه کې دي خو د اوبو ډېروالي له امله تر اوسه نه دي بریالي شوي.

سرچینې څرګنده کړه، یاد ۱۹ کلن ځوان د سمنګان د دره‌صوف‌بالا ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و.

سیف‌الله کریمی