بادغیس کې پر یوه کس ډبره لوېدلې او مړ شوی
د بادغیس امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې پر یوه کس له خپل موټر څخه ډبره لوېدلې او مړ شوی دی.
د بادغیس امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې پر یوه کس له خپل موټر څخه ډبره لوېدلې او مړ شوی دی.
د اروزګان ځايي مسوولین وايي، د وروستیو دوو ورځو اورښتونو له امله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۵۰ کورونه او دوکانونه زیانمن شوي دي.
د هلمند ځایي مسوولین وایي ، تېره شپه د دې ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د طوفاني بادونو له امله ۲۵ کورنیو ته مالي زیانونه اوښتي دي .
د فراه ولایت په فراهرود ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.
سرپل کې ځايي مسوولین د سېلاب راوتلو له امله مرکز سره د کوهستانات ولسوالۍ د لارې له تړل کېدو او د سلګونه جریب کرنیزې ځمکې له ویجاړېدو خبر ورکوي.
د کندهار – هرات پر لویه لار د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان ټپیان شوي دي .
د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې د شبرغان – مزارشریف پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله ۳ کسان مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي.
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، د دغه ولایت د واشېر ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د پکتيا د امنيه قومندانۍ مسولين وايي چې ګردېز ښار د دوهمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې په يوه ترافيکي پېښه کې د يوې کورنی څلور غړيو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د پکتیا په مېرزکه ولسوالۍ کې د تندر لوېدو پېښه کې نهه کسان ټپیان شوي دي. د پکتیا د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رییس مولوي نثاراحمد نجات پژواک خبري اژانس ته وویل چې…
د میدانوردګو امنیتي مسوولین وایی، د کابل ــ کندهار پر لویه لاره د نرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د دغه ولایت د ښاروالۍ څلورو مامورینو ته مرګژوبله اوښتې ده.
بادغیس کې امنیتي مسوولین وايي چې دغه ولایت کې د سېلاب راوتلو او تالندې له امله د یوې ښځې په ګډون درې کسان مړه شوي او یوه ماشومه ټپي شوې ده.
د سمنګان د ترافیکو مدیریت مسوولین وايي، سږ کال په دغه ولایت کې څه باندې ۶۱۷ ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په کډون ۴۰۹ کسان مړه او ټپیان شوي دي.
د رییس الوزراء په مشرۍ د کابینې په غونډه کې اړوندو ادارو ته دنده وسپارل شوه، څو د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه یوه طرحه جوړه کړي.
د هلمند ځایي مسوولین خبر ورکوي چې دوه تنه ګرشک ولسوالۍ کې د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړي او ژوند یې له لاسه ورکړي .
د فراه امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د فراهرود ولسوالۍ مربوطاتو کې د کندهار - هرات پر لویه لار ترافیکي پېښه شوې چې له امله یې یو کس مړ او درې نور ټپیان دي.
ځایي مسوولین وایي چې د بادغیس په درهبوم ولسوالۍ کې د چت لوېدو پېښه کې د یوې کورنۍ شپږ غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
بدخشان کې سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د زرمینځلو یوې کارګاه نړېدو له امله دوه کسان مړه شوي دي.
د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۱ کسان مړه شوي او ۳۸ نور ټپیان دي.
د غزني امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو بندي او د زندان درې ساتونکي مړه شوي دي.
د هرات ښار د تېلو په یوه پلورنځي کې د اور لګېدنې له امله دوه تنه مړه او یو ټپي شوی دی.
د هرات سیمهییز مسوولین وايي، له تېرو دوو ورځو راهیسې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي، سلګونه څاروي له منځه تللي، زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او سلګونه هستوګنیز کورونه ویجاړ شوي دي.
د ټولګټو وزارت وایي، د سالنګ لویه لار چې د واورې ورېدو او سخت توپان له امله له تېرو دوو شپو راهیسې تړل شوې وه، نن د مسافر وړونکو موټرو پر مخ بېرته پرانیستل شوه.
د هېواد پلازمینې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې په داسې حال کې زلزله وشوه، چې خلک د ترایحو لمانځه په ادا کولو بوخت وو.