منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۴ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پکتیا کې د تندر لوېدو پېښه کې نهه کسان ټپیان شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۰۴ کتنې

ګردیز (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۳): د پکتیا په مېرزکه ولسوالۍ کې د تندر لوېدو پېښه کې نهه کسان ټپیان شوي دي.
د پکتیا د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رییس مولوي نثاراحمد نجات پژواک خبري اژانس ته وویل چې وړمه شپه د مېرزکې ولسوالۍ په انډوام کلي کې د تراویح لمانځه پر مهال پر لمونځ‌کوونکو تندر لوېدلی دی.
د هغه په وینا، په دې پېښه کې نهه کسان ټپیان شوي چې د درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوي خو یو کس چې حالت یې نازک و، کابل ته وړل شوی دی.
د یادونې ده، له دې مخکې هم په ورته پېښو کې یو شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې