ژبه

بادغیس کې د سېلابونو راوتلو او تالندې له امله څلور کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

قلعۀ‌نو (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۳): بادغیس کې امنیتي مسوولین وايي چې دغه ولایت کې د سېلاب راوتلو او تالندې له امله د یوې ښځې په ګډون درې کسان مړه شوي او یوه ماشومه ټپي شوې ده.

د بادغیس د امنیې قوماندانۍ ویاند صدیق‌الله صدیقي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې تېره ورځ د دغه ولایت د درې بوم ولسوالۍ اړوند په دهن‌جر کلي کې یو کس د سېلاب راوتلو له امله مړ شوی دی.

نوموړي د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي چې یاده ولسوالۍ کې د سېلاب راوتلو له امله خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.

هغه دغه راز وویل، د دغه ولایت د قادس ولسوالۍ اړوند په ده برنج کلي کې د تالندې له امله یوه ښځه مړه شوې او یوه ماشومه نجلۍ ټپي شوې ده.

د بادغیس د امنیې قوماندانۍ ویاند دغه راز ویلي چې د دغه ولایت د تګاب‌عالم ولسوالۍ پتنګ کلي کې د سېلابونو راوتلو له امله یو ۳۵ کلن سړی هم مړ شوی دی.

د هغه په وینا، دغه سړی تېره شپه د سېلاب راوتلو پر مهال له خپل کور څخه بیرون وتلی و.

نوموړی وايي د بادغیس د امنیې قوماندان مولوي عبدالستار صابر د قلعه‌نو ښار او ټولو ولسوالیو امنیتي حوزو امنیتي پرسونل ته هدایت ورکړی چې خپلو سیمو کې چمتووالی ولري او د خطر پر مهال له خلکو سره مرسته وکړي.

د سرچینې له قوله، د بادغیس امنیتي پرسونل تېره شپه د ژغورنې په موخه ډېرو سیمو ته تللي او له خلکو سره یې مرستې کړې دي.

ورته موضوع