ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې وروستیو اورښتونو ۵۰ کورونه او دوکانونه زیانمن کړي

اروزګان کې وروستیو اورښتونو ۵۰ کورونه او دوکانونه زیانمن کړي

author avatar
28 Mar 2024 - 14:46
اروزګان کې وروستیو اورښتونو ۵۰ کورونه او دوکانونه زیانمن کړي
author avatar
28 Mar 2024 - 14:46

ترینکوټ (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۳): د اروزګان ځايي مسوولین وايي، د وروستیو دوو ورځو اورښتونو له امله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۵۰ کورونه او دوکانونه زیانمن شوي دي.

د اروزګان طبیعي پېښو ته د چمتوالي رییس حاجي خالد پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له تېرو دوو ورځو راهیسې پرله‌پسې اورښتونو ۵۰ کورونه او دوکانونه نړولي او زیانمن کړي دي.

هغه وایي، د دوی د سروې له مخې ورښتونو ۳۰ کورونو او ۲۰ دوکانونو ته زیان رسولی دی.

د نوموړي په خبره، د زیانمن شوو د سروې او د مالي زیان اندازې معلومولو په موخه یې یوې کمېټې ته دنده هم سپارلې ده.

ورته مهال هغه کسان چې وروستیو اورښتونو کې زیان ور اوښتی، له حکومت د مرستې غوښتنه کوي.

Views: 33

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.