پېښې
راپورونه
لغمان کې سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي
لغمان کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز او الینګار ولسوالۍ کې د تېرې شپې ږلۍ او باران اورښت او د سېلابونو راوتلو له…
د افغانستان بانک عمومي رییس هدایت الله بدري په یوه ترافیکي پېښه کې ټپي شوی
د افغانستان بانک عمومي سرپرست ریيس هدایتالله بدري په یوه ترافیکي پېښه کې سطحي ټپي شوی دی. دغه بانک د وږي په ۸مه، پر اېکسپاڼه (ټویټر) لیکلي، چې د هغه روغتايي حالت د ډاډ وړ…
د مزارشریف یوه سوداګریز مارکېټ کې اورلګېدنې مالي زیان اړولی
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د برېښنایي وسایلو يو مارکېټ کې اورلګېدنې مالي زيان اړولى دى.
بدخشان کې یو ماشوم د ډوبېدو له امله مړ شوی او فاریاب کې یو بل کس وژل شوی
ځایي مسوولین وایي، یو درې کلن ماشوم د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې سیند پر غاړه د لوبو پر مهال اوبو کې ډوب شوی او مړ شوی او یو بل کس د فاریاب په المار ولسوالۍ کې د ناپېژاندو کسانو له لورې وژل شوی دی.
سیمهییز مسوولین: د نورستان برګمټال ځنکل کې له څلورو ورځو راهیسې اورلګېدنه دوام لري
د نورستان سیمهییرمسوولین وايي، د دغه ولایت د برګمتال ولسوالۍ اړوند په یوه ځنګل کې څلور ورځې مخکې اورلګېدنه رامنځته شوې چې لا هم دوام لري.
بغلان کې د موټر چپه کېدو پېښه کې شپږ کسان مړه شوي
د بغلان چارواکي وايي، د دغه ولایت په بنو ولسوالۍ کې د موټر چپه کېدو په پېښه کې شپږ تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو اټکل شوی
د افغانستان د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د سالنګونو په ګډون د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې، برېښنا، ناڅاپي سېلابونو او چټکو بادونو د احتمال خبر ورکوي. د یاد وزارت…
پروان او کاپیسا کې د ترافیکي پېښو له امله اووه کسان ټپيان شوي
د پروان او کاپیسا ځایي مسوولین وایي چې په دغو دوو ولایتونو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله د کاپیسا په نجراب کې دوه کسان او د پروان په مرکز کې د ښځو…
کاپیسا کې د ترافیکي پېښې له امله یو ماشوم مړ او دوه نور ټپیان شوي
د کاپیسا امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو ماشوم مړ او دوه نور ماشومان ټپيان شوي دي. د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح…
د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د سختو اورښتونو اټکل شوی
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت، د سالنګونو په ګډون د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د سخت اورښتونو، تالندې، تندر، ناڅاپي سېلابونو او چټکو بادونو له احتمال خبر ورکوي.
سرپل کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی
سرپل کې امنیتي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او یو بل ټپي شوی دی.
دایکنډي کې دوه ځوانان د لامبو وهلو پر مهال ډوب او مړه شوي
د دایکنډي امنیتي مسوولین وايي چې تېره ورځ د دغه ولایت د شهرستان ولسوالۍ په لزیر سیند کې دوه ځوانان د لامبو وهلو پرمهال ډوب او مړه شوي دي.
سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۲ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده
د سمنګان حکومتي مسوولین وایي چې د سمنګان ـ بغلان پر لویه لار د یوه پاسو موټر چپه کېدو پېښه کې دوولسو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د سمنګان د ترافیکو مدیر قاري محمدنذیر سعید…
د نورستان په کامدېش کې د یوې تاریخي ودانۍ په ګډون ۱۳ کورونه سوځېدلي
نورستان کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت د کامدېش ولسوالۍ د یوه کلي ۱۳ کورونه چې یو تاریخي کور هم په کې شامل دی، سوځېدلي دي.
بلخ او پروان کې د ترافیکي پېښو له امله اووه کسان مړه او اته نور ټپیان شوي
د بلخ په چهاربولک او د پروان په سالنګ ولسوالیو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله اووه کسان مړه او اتنه نور ټپیان شوي دي.
لغمان کې د ترافيکي پېښې له امله یو کس مړ او ۱۱ نور ټپیان شوي
د لغمان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولايت د قرغيو ولسوالۍ اړوند د کابل - ننګرهار پر لويه ترافيکي پېښه کې يو کس مړ او ١١ نور ټپيان شوي دي.
لوګر کې د ګازنيونې له امله يو کس مړ او دوه نور مسموم شوي
د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې درې کسان په یوه څاه کې ګاز نیولي چې له امله یې یو کس مړ او دوه نور مسموم شوي دي.
غزني او بامیان کې ترافیکي پېښې؛ یو کس مړ او ۱۱ نور ټپیان شوي
ځایي مسوولین وایي چې په غزني او بامیان ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
بامیان کې د ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی
بامیان کې مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی دی. د بامیان امنیې قوماندانۍ ویاند محمدخواني رسا پژواک خبري اژانس ته وویل، د…
پکتیکا کې زلزلهځپلو ته د ۳۵ میلیون افغانیو په لګښت ۶۵ کورونه جوړ شول
افغاني سره میاشت وایي، د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې یې د ترکیې سرې میاشتې په ۳۵ میلیونه افغانۍ مرسته ۶۵ زلزلهځپلو کورنیو ته کورونه جوړ کړي دي. تېر کال د پکتیکا په برمل، ګیان…
بغلان کې د موټر چپه کېدو له امله څلورو کسانو ته مرګژوبله اوښتې
د بغلان امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی. د بغلان د امنیې قوماندانۍ له…
























