مهترلام (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۲): لغمان کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز او الینګار ولسوالۍ کې د تېرې شپې ږلۍ او باران اورښت او د سېلابونو راوتلو له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
د یاد ریاست رییس قاري خیرمحمد غازي پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېرې شپې ږلۍ او باران له امله د مرکز اړوند ګلارام سیمه کې د ۲۰ کورونو د بشپړ او قسمي نړېدو ترڅنګ د یوې ميرمنې په ګډون پنځه ماشومان ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، په ورته مهال د الینګار ولسوالۍ اړوند ګمبه او د مرکز اړوند حیکماباد سیمو کې ۸۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او ۸ سېرلي هم د سېلابونو راوتو له امله له منځه تللي دي.
په ورته مهال د یادو سیمو اوسېدونکي له حکومت او خیریه بنسټونو د بېړنۍ مرستې او سرپناه جوړولو غوښتنه کوي.
د مرکز اړوند ګلارام سیمې یوه اوسېدونکي عبدالوکیل پژواک ته وویل چې تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د تېز ږلۍ او باران اورښت له امله د دوی یو کوټه ونړېده چې له امله یې څلور ماشومان ټپيان شوي دي.
نوموړي له حکومت او خیریه موسسو وغوښتل چې ورته سرپنا جوړه کړي او ور سره مرستې وکړي.
بلخوا د الینګار ولسوالۍ اړوند د ګمبې سیمې یو اوسېدونکی نعمتالله بیا وایي د تېرې شپې د سېلابونو راوتلو له امله ۸ جریبه ځمکه کې کرل شوې شوله په بشپړ ډول له منځه تللې ده.
نوموړي وویل، حکومت باید پر وخت د زیانمو خلکو لاسنیوی وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










