جلالاباد کې د درېيو ساحو د څاهګانو اوبه وچې شوې دي
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار د شپږمې ناحيې په مربوطاتو کې د درېيو ساحو د څاهګانو اوبه وچې شوې او اوسېدونکي يې له ستونزو سره مخ دي.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار د شپږمې ناحيې په مربوطاتو کې د درېيو ساحو د څاهګانو اوبه وچې شوې او اوسېدونکي يې له ستونزو سره مخ دي.
د نورستان چارواکي او خلک وايي، د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د واورې ورېدو له امله نه یوازې تر ۲۰۰۰ ډېر څاروي مړه شوي، بلکې د ځینو کلیو لارې هم بندې شوې چې خلک په کې بند پاتې دي.
مخکني ولسمشر غني او ځینو نورو چارواکیو او یو شمېر هېوادونو او نړۍوالو موسسو، افغانستان کې د تېرې شپې زلزلې پر زیانونو خپګان ښودلی او ځینو هېوادونو او نړۍوالو موسسو د مرستو ژمنه هم کړې ده.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، وروستیو سېلابونو د هېواد په اتو ولایتونو کې ۶۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې، ۵۰۰ کورونه یې وېجاړ کړي او ۳۵۰۰ جرېبه کرنیزه ځمکه یې زیانمنه کړې ده.
افغانستان کې د تېرې شپې زلزلې له امله يوازې د پکتیکا ګيان او برمل ولسوالیو کې څه دپاسه ۱۰۰۰ کسانو ژوند بایللی او ۱۵۰۰ زيات ټپیان شوي دي.
ځایي چارواکي وایي چې په بدخشان ولایت کې د تندر لوېدو له امله د دوو وروڼو په ګډون درې کسان مړه شوي دي. د دغه ولایت له پېښو سره د مبارزې رییس مولوي محمد اکرم…
د هلمند حکومتي مسوولين وايي، د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې، هلمند سیند کې د لامبو پر مهال درې کسان اوبو ډوب کړي چې مړي یې موندل شوي دي.
د بدخشان ولايت په څلورو ولسواليو کې د تېرو دوو ورځو سېلابونو لسګونه کورونه، کرنيزې ځمکې او دغهراز د دغه ولايت په بهارک او وردوج ولسواليو کې دوه عمومي سړکونه هم ویجاړ کړي دي.
د ایران پوځي چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد یوه اف ۱۴جنګي الوتکه د تخنیکي عوارضو له امله غورځېدلې ده. د صدا او سیما خبري اژانس د راپور له مخې، په اصفهان ښار کې…
د زابل ولایت د مرکز کلات اړوند د نورک په سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، په دوو ورځو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
په پنجشېر کې سیمهییز مسوولین وايي، یوه چورلکه د تخنیکي عوارضو له امله په دغه ولایت کې بېړنۍ ناسته کړې، خو سپرلي ته یې کوم زیان نه دی اوښتی.
د غزني ښار اړوند د کابل- کندهار پر لویه لار ترافیکي پېښه کې دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
د نورستان د نورګرام ولسوالۍ په یوه ځنګله کې اور لګېدلی چې له امله یې د نښترو او جلغوزو ونو ته دروند زیان اوښتی دی.
له نورستان، کونړ او خوست وروسته د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې هم په يوه ځنګله کې اور لګېدلی خو ځايي خلکو او چارواکو يې د مهارولو هڅې پيل کړې دي. چارواکي وايي،…
ځايي اوسېدونکي وايي، د خوست د قلندر ولسوالۍ د جلغوزيو او غوزانو په ځنګله کې د لګېدلي اور د پراخېدو مخه، د دغه ولايت له بېلابېلو سيمو څخه د ورغلو رضاکاره ځوانانو او د سيمې اوسېدونکو په ګډ اشر کې نيول شوې ده.