لغمان کې له مالدارانو سره د څارویو خوراکي توکو مرسته وشوه
د لغمان د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې یې له اړمنو مالدارانو سره د څارویو خوراکي توکو مرسته کړې ده. د لغمان کرنې او مالدارۍ رییس…
د لغمان د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې یې له اړمنو مالدارانو سره د څارویو خوراکي توکو مرسته کړې ده. د لغمان کرنې او مالدارۍ رییس…
د میدان وردګو ولایت مسوولین وايي چې د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، سږ کال به په دغه ولايت کې د وچکالۍ له امله د شولو په کښت کې ۳۰ سلنه کموالی راشي.
د لغمان ولایت د کرنې ریاست وايي، په الينګار او الیشنګ ولسواليو کې پر ۱۸۰۰ بزګرو ۱۶ ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي.
د لوګر د مرکز او ولسوالیو ګڼ شمېر کروندګر او بڼوال وايي، روانې وچکالۍ سخت ځپلي او نه شي کولای حکومت ته د خپلو کرنیزو حاصلاتو عُشر ورکړي.
د کرنې وزارت له لوري له څلورو نورو وزارتونو سره په ګډه د ځنګلونو د خپلسرې وهنې مخنيوي لپاره په یوولس مادو کې نوې طرحه جوړه کړې ده.
د بغلان د کرنې رياست د دغه ولايت په ځینو سيمو کې د اوبو د کمېدو له امله کروندګرو ته د شولو نه کرلو سپارښتنه کړې ده.
که څه هم سږ کال وچکالۍ د غزني ټولې ولسوالۍ ځپلې خو د دغه ولایت له مرکزه شاوخوا ۳۰ کیلومتره لرې زنهخان هغه ولسوالي ده چې وچکالۍ تر نورو ډېره ځپلې ده.
په فاریاب کې ځيني بڼوال د مارکېټ او سړو خونو له نشتونه شکایت لري او وایي، د تېر کال په پرتله سږ کال د مېوو بیه ۵۰ سلنه ټیټه ده.
د ننګرهار د کانال رييس وايي، د وړم مالي کال په پرتله د دغه رياست په عوايدو کې ۲۰ سلنه زياتوالی راغلی چې یو لامل يې له خصوصي سکټور سره يو ځاى کار کول دي.
د کندهار کروندګر وايي، له تېر کال راهیسې په دغه ولایت کې د شنو خونو/ Green Housesجوړولو بهیر درېدلی؛ په داسې حال کې چې مخکې به هر کال د کرنې وزارت او ځینو موسسو په مرسته لسګونه شنې خونې جوړېدلې او سلګونه کسان پکې په کار بوختېدل.
د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، سږ کال د هندواڼو حاصلاتو له درکه۲۰۰ میلیون افغانۍ عوايد ترلاسه شوي.
د ننګرهار د کرنې رياست وايي، د دغه ولايت په څلورو ولسواليو کې ښځو ته د بېوزلۍ مخنيوي په موخه د سبزیجاتو کورنۍ باغچې جوړوي.
د لغمان د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي، د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې پر زرو کسانو د څارویو لپاره یې ټولټال ۲۰۰ ټنه خواړه وېشل شوي دي.
نړیوال بانک په افغانستان کې د لوږې ختمولو په موخه د کرنې له برخي سره د ۱۵۰ میلیون امریکايي ډالرو مرسته اعلان کړې ده.
د تخار د کرنې ریاست وایي، په دغه ولایت کې د تازه مېوو حاصلات د تېر کال په پرتله ۸۰ سلنه ډېر شوي دي.
د بلخ ولایت بزګر د کرنې لپاره له څاګانو د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو را ایستل که څه هم اسانتیا بولي، خو د دې برخې کارپوهان وایي چې دغه کار د اوبو کچه ټيټوي او د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
د بغلان د کرنې رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې سږ کال د وچکالۍ له امله د غنمو په حاصل کې ١٥ سلنه کموالی راغلی دی.
د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ خلک وايي، د تېرو جګړو او وچکالیو له امله د دوی سلګونه باغونه وچ شوي او له منځه تللي دي.
د هلمند کروندګر او بڼوال وايي، د سړو خونو نشتوالي له امله یې هر کال ډېر کرنیز محصولات (سبزیجات او مېوې) خرابېږي او درانه مالي زیانونه ور اوړي.