ژبه

کرنې ریاست: تخار کې د تازه مېوو حاصلات ۸۰ سلنه ډېر شوي دي

تالقان (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۱): د تخار د کرنې ریاست وایي، په دغه ولایت کې د تازه مېوو حاصلات د تېر کال په پرتله ۸۰ سلنه ډېر شوي دي.

د تخار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس عبدالرحیم احدي پژواک ته وویل، مناسبه اب او هوا په دغه ولایت کې د مېوو د حاصلاتو د زیاتوالي اصلي لامل دی.

نوموړی د سړو خونو نشتوالی د کروندګرو لپاره یوه جدي ستونزه ګڼي خو ډاډ ورکوي چې له موسسو سره په همغږۍ هڅه کوي څو معیاري سړې خونې جوړې کړي.

په همدې حال کې، د تخار بڼوال د تازه مېوو د حاصلاتو له ډېرېدو خوښي څرګندوي، خو د سړو خونو له نشتوالي شکایت کوي.

د دغه ولایت یو بڼوال شریف خان د خپل بڼ مېوې يې تالقانو ښار ته د پلور لپاره راوړې دي.

هغه وایي: «شپږ کاله کېږي چې پر شاوخوا څلور جریبه ځمکه مې مېوه لرونکې نیالګي کېنولي او له همدغه لارې د کورنۍ نفقه برابروم.»

د هغه په وینا، اوسمهال د سړو خونو نشتوالي له امله یو من ګېلاس په ۳۰۰ افغانۍ پلوري، خو که سړې خونې وي نو ښایي خپل محصولات په ښه بیه وپلوري.

هغه له حکومته غواړي څو کروندګرو ته معیاري سړې خونې جوړې کړي.

د تخار ولایت بل کروندګر قدرت‌الله پژواک ته وویل، تخار یو له کرنیزو ولایتونو دی او که حکومت د کروندګرو د ستونزو هوارولو ته پاملرنه وکړي نو د ناقانونه کډوالۍ مخه به ونیول شي.

دا په داسې حال کې دی چې تخار د افغانستان په شمال ختیځ کې موقعیت لري او ډېری اوسېدونکي یې په کرنې بوخت دي او له همدې لارې د ژوند اړتیاوې پوره کوي.