د اروزګان اوسېدونکي: د یوه سیمکارټ اخیستلو لپاره په ورځو انتظار کوو
د اروزګان اوسېدونکي په دغه ولایت کې له ټکنیو مخابراتي خدماتو او ورو فعالیته سر ټکوي او وايي، اړ دي چې د یوه سیمکارټ اخیستلو لپاره په ورځو- ورځو انتظار وکړي. په مرکز ترینکوټ ښار…
د اروزګان اوسېدونکي په دغه ولایت کې له ټکنیو مخابراتي خدماتو او ورو فعالیته سر ټکوي او وايي، اړ دي چې د یوه سیمکارټ اخیستلو لپاره په ورځو- ورځو انتظار وکړي. په مرکز ترینکوټ ښار…
د افغانستان مرکزي بانک وایي، د مرستو کوونکو هېوادونو له لوري د بشرپاله مرستو په دوام نن د ۴۰ میلیونه امریکایي ډالرو بله کڅوړه کابل ته را ورسېدله.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت او ځينو موسسو ترمنځ د ۴۲ میلیون او ۷۹۹ زره امریکايي ډالرو په ارزښت نن د همکاري پنځه هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
ملګرو ملتونو په تېر یوه کال کې له افغانانو سره د مرستې په موخه افغانستان ته څه باندې یو میلیارد ډالر راوړي دي.
پنځوس کلنه عزیزه – چې په کابل کې له ۲۲ کلونو راهیسې په ګرځنده ډول کتابونه پلوري - وايي، خپلو اولادونو ته له دې لارې روزي ګټي، څو زدهکړې وکړي او ژوند یې د دې په څېر له ستونزو ډک نه وي.
له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو د بشري مرستو په دوام، نن د ۴۰ میلیون امریکايي ډالرو یوه بله کڅوړه کابل ته راورسېده.
د افغانستان بانک وایي، په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېدونکی هغه مکتوب له یاد بانک سره له همغږۍ پرته خپور شوی چې ګواکې صرافان او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي نه شي کولای په بهرنیو اسعارو تبادلې او لېږد ترسره کړي او ظاهراً د استخباراتو د یوه رياست له خوا صادر شوی دی.
سږ کال په کندهار کې په داسې حال کې ۳۶ ټنه شات تولید شوي چې د تېرو جګړو، وچکالۍ او اقتصادي ستونزو له امله د شاتو مچیو ۷۰ سلنه فارمونه له منځه تللي دي.
د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ښځو د لاسي صنايعو درې ورځنى نندارتون پرانیستل شو.
په خوست کې د جلغوزیو سوداګر وايي، که حکومت يې حاصلاتو ته د چين له مارکېټ پرته بل نړۍوال بازار پيدا نه کړي، نو د تېر کال په څېر به يو ځل بيا له سخت مالي زيان سره مخ شي.
د افغانستان د رېلپټلۍ اداره وايي، په تېره يوه اونۍ کې د رېلپټلۍ له لارې څه باندې ۷۳زره مټریک ټنه توکي هېواد ته وارد او څه باندې ۲زره ټنه توکي له هېواده بهر ته صادر شوي دي.
له روسیې څخه د اوړو، غوړیو او نفتي توکو د واردولو په تړاو د افغانستان او روسیې ترمنځ له سوداګریز قرارداد وروسته، په کابل ښار کې د یادو توکو بیې لویدلې دي. د تېرې شنبې…
د افغانستان د ساختماني او لوجستیکي شرکتونو اتحادیو د خپلو هغو پورونو غوښتنه وکړه چې له مودو راهیسې پر سکټوري وزارتونو پاتې دي. د یادې موضوع په اړه د تلې په ۹مه د ساختماني، لوجستيکي…
د افغانستان بانک وایي، سبا (د تلې ۱۰مه) شاوخوا لس میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.
د کندوز سیمه ییز مسوولین وایي، سپینزر فابریکې وروسته له ۲۰ کلونو یو ځل بیا د مالوچو د بستهبندۍ او غوړیو د تولید په موخه د پنبهدانې پېرلو لړۍ پیل کړه.
د کاپیسا په مرکز کې د ۳۵ میلیون افغانیو په لګښت یو سوداګریز مارکېټ جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له روسیې څخه افغانستان ته د تېلو، ګازو او غنمو واردولو د هوکړې له لاسلیکولو خبر ورکړی دی. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد…
د تېرو څلورو مياشتو په پرتله، نن د کابل ښار په بازارونو کې د نفتي توکو بيې نږدې پنځه سلنه رالوېدلې دي.
د ولسي تړون ملي پروګرام د ۳۳۵۱ کارکوونکو د پنځو میاشتو تنخواګانې په داسې حال کې نه دي ورکړل شوي چې په افغانستان بانک کې د دغه پروګرام تمویلوونکی (نړۍوال بانک) په بانکي حساب کې…
د هرات ښار په «خدیجةالکبری ښځینه سوداګریز مرکز» کې ځينې هټۍوالې وایي، له څو میاشتني ځنډ وروسته یې کاروبار بېرته غوړېدلی دی.
په بلخ کې د ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت د صنعتي فابريکو لپاره د ٢٠ کيلو واټه ظرفيت لرونکى د برېښنا يو سب سټېشن جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د افغانستان د رېلپټلۍ له لارې په تېره يوه اوونۍ کې ۶۹ زره ۷۴۰ مټریک ټنه توکي هېواد ته وارد او ۲۱۴۹ مټریک ټنه توکي له هېواده بهر ته صادر شوي دي.
په کابل کې یوه متشبثه مېرمن چې د خپلې پانګهونې له لارې یې ۱۳۰ نورو ښځو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې، له حکومته غواړي چې د ښځو د لاسي صنایعو ودې ته پاملرنه وکړي او بهر ته د ښځو د تولیداتو د صادرولو زمینه برابره کړي.