Language

ساختماني شرکتونو له حکومته د خپلو پورونو غوښتنه وکړه

کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۱): د افغانستان د ساختماني او لوجستیکي شرکتونو اتحادیو د خپلو هغو پورونو غوښتنه وکړه چې له مودو راهیسې پر سکټوري وزارتونو پاتې دي.

د یادې موضوع په اړه د تلې په ۹مه د ساختماني، لوجستيکي او سړک جوړونې شرکتونو په کابل کې غونډه ترسره کړه.

په یاده غونډه کې د سوداګریزو شرکتونو ټولنې رییس نورالله مبارز وویل چې د دوی حق دې ورکړل شي.

نوموړي ټينګار وکړ، که د دوی پور ورنه کړل شي، په ټولو ولایتونو کې به همداسې غونډې جوړې کړي.

login or register a new account.