منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۷ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د نفتي توکو، سرو زرو، غوړیو او بورې بیې لویدلې 

· ۵ دقیقې لوستل · ۲۲۹ کتنې

کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۱): له روسیې څخه د اوړو، غوړیو او نفتي توکو د واردولو په تړاو د افغانستان او روسیې ترمنځ له سوداګریز قرارداد وروسته، په کابل ښار کې د یادو توکو بیې لویدلې دي.

د تېرې شنبې په پرتله نن په کابل ښار کې د هندي بورې بیه څه باندې ۶ سلنه، د مالیزیایي غوړیو څه باندې ۵ سلنه، د سرو زرو نږدې درې سلنه او د نفتي توکو بیې څه باندې ۴ سلنه ټیټوالی ښيي.

د خپرو شوو راپورونو له مخې، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د تلې په شپږمه، د افغانستان او روسیې ترمنځ د یو سوداګریز تړون د لاسلیک خبر ورکړ چې له مخې به یې، په کال کې دوه میلیون ټنه تېل، ۵۰۰ زره اوبلن ګاز او دوه میلیون ټنه غنم له هغه هېواده پېرل کېږي.

د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، له روسیې سره یې د یو میلیون ټن ډیزلو، یو میلیون ټن پټرولو، ۵۰۰ زره ټنه اوبلن ګازو او دو میلیون ټن غنمو د اخیستو تړون لاسلیک کړی دی.

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرې شنبې په پرتله نن د یو لېتر پټرولو بیه له ۸۵ نه ۸۴ او د یو لېتر ډیزلو بیه له ۱۰۴ څخه ۹۷ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

هغه د تلو بیې راکمېدو په تړاو وویل: «د ډیزل تېلو د وارداتو له امله د هغه بیه راکمه شوې ده، کله چې بازار د نفتي توکو له کمښت سره مخ شي، د تېلو بیه په خپله لوړېږي؛ ځکه تقاضا زیاته او عرضه کمېږي او اوسمهال واردات نورمال دي، نو د نفتې توکو بیې هم رالوېدلې دي.»

په ورته مهال، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد د کابل ښار په بازارونو کې د نفتي توکو د بیو کمېدو پخلی کوي او وايي، ښايي په نږدې راتلونکې کې د نفتې توکو بیې نورې هم راټیټې شي، ځکه چې افغانستان له روسیې سره سوداګزیر تړون لاسلیک کړی دی.

دغه‌راز جواد زیاته کړه: «تر اوسه توکي هېواد ته د قرارداد له مخې نه دي وارد شوي او په راتلونکو ورځو کې به د یادو سوداګریزو توکو جوپې راورسېږي.»

نوموړي وویل، د افغانستان حکومت له نورو هېوادونو لکه ترکمستان، ازبکستان او ایران سره هم پر خبرو بوخت دی څو د توکو بیې نورې هم ټیټې شي.

د اوبلن ګاز په بیه کې هم بدلون راغلی دی.

د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې یوه ګاز پلورونکي محمدشریف وویل، د تېرو ۷ ورځو مخکې په پرتله د یو کیلوګرام اوبلن ګاز بیه له ۶۸ نه ۶۵ افغانیو ته رالوېدلې ده.

دغه‌راز د نوموړي په وینا، د ګازو د وارداتو زیاتوالي او ورته د تقاضا کمېدو له امله په بیو کې یې کموالی راغلی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد