ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې هټۍوالې: سوداګریز بازار مو تر پخوا ډېر ښه شوی

هرات کې هټۍوالې: سوداګریز بازار مو تر پخوا ډېر ښه شوی

author avatar
26 Sep 2022 - 15:44
هرات کې هټۍوالې: سوداګریز بازار مو تر پخوا ډېر ښه شوی
author avatar
26 Sep 2022 - 15:44

هرات (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۱): د هرات ښار په «خدیجة‌الکبری ښځینه سوداګریز مرکز» کې ځينې هټۍوالې وایي، له څو میاشتني ځنډ وروسته یې کاروبار بېرته غوړېدلی دی.

په یاد سوداګریز مرکز کې د ښځو ټولنې مسووله فوزیه سادات وایي، دغه ځای د ښځو لپاره یوازېنی سوداګریز مرکز دی چې خپل سوداګریز او د لاسي صنایعو فعالیتونه په کې ترسره کوي.

د سادات په خبره، مخکې به هیڅ یوه ښځه دغه ځای ته د توکو پېرلو لپاره نه راتله، خو اوس له ګڼو پېرېدونکو سره سر او کار لري.

نوموړې زیاته کړه: «د اسلامي امارت حکومت په لومړیو کې د ښځو کاروبار له رکود سره مخ و، خو اوس بازار له مخکې څخه نسبتاً ښه شوی او حکومتي مسوولین هم له راڅخه ملاتړ کوي چې ان د دوکانونو په کرایه کې یې هم د پام وړ تخفیف په نظر کې نیول شوی دی.»

ځينې سوداګرې چې په دغه مرکز کې دوکانونه لري، د حکومتي مسوولینو له ملاتړه هرکلی کوي او زیاتوي، اوس یې د دوکانونو کرایې ډېرې کمې شوې دي او له همدې امله کولی شي چې ډېره ګټه وکړي.

یوه سوداګره ښځه او د «خدیجة‌الکبری» مارکېټ غړې مرجان حکمي وویل، له څو کلونو راهیسې پر سوداګرۍ بوخته ده؛ خو د مخکني حکومت د سقوط په لومړیو کې یې کاروبار له رکود سره مخ و او په دې وروستیو کې یې د سوداګرۍ بازار بېرته ښه شوی دی.

نوموړې له پژواک سره په خبرو کې وویل: «له کومې ورځې چې زموږ دوکانونه بېرته پرانیستل شوي، د ښځو تګ راتګ ډېر شوی او زموږ کاروبار هم هیله بښونکی شوی؛ ان‌شاء‌الله هیله‌من یو چې د دولت په ملاتړ سوداګري مو لا ښه شي.»

په دغه حال کې، یوه بله سوداګره لینا امیني هم په یاد سوداګریز مرکز کې له خپلو فعالیتونو خوښه برېښي او ټینګار کوي چې د تېر کال په پرتله یې اوسمهال سوداګري او خرڅلاو ښه او د قناعت وړ ده.

په ورته وخت کې، د هرات ښاروالي هم وایي، په یاد سوداګریز مرکز کې اوسمهال له ۳۰ ډېر دوکانونه فعال دي چې د سوداګرو ښځو د هڅونې او ملاتړ په موخه یې د هر دوکان میاشتنۍ کرایه ۵۰۰ افغانۍ ټاکلې ده.

د هرات ښاروالۍ ویاند ناصر ارمل د دغه مطلب په څرګندولو سره پژواک ته وویل، مخکې به د هر دوکان کرایه څلور زره افغانۍ وه؛ خو سیمه‌ییزو مسوولینو او د هرات ښاروالۍ له سوداګرو ښځو او د هغو له سوداګرۍ د ملاتړ لپاره دغه کرایه ۵۰۰ افغانیو ته ټيټه کړې ده.

د ارمل په خبره، د «خدیجة‌الکبری سوداګریز مرکز» د هټیو د کرایې کمول له ښځو نه د ملاتړ په خاطر دي او ښاروالي هڅه کوي څو په یاد ولایت کې تل له سوداګرو ښځو څخه ملاتړ وکړي.

په دغه حال کې، د یاد مرکز پېرېدونکې هم له سوداګرو ښځو څخه پر ملاتړ ټينګار کوي او وایي، د ښځو د سوداګرۍ ظرفیت لوړولو لپاره باید دغه ډول مرکزونه ډېر شي.

یاد مرکز ته یوه راغلې مشتري حسنا وايي چې په یوه ښځينه چاپېریال کې خریداري کولو کې د بازار په پرتله ډېر راحت احساسوي.

نوموړې زیاتوي: «د دولت دنده ده چې د ښځو دغه ډول مرکزونه لا ډېر فعال کړي څو ټولې ښځې په راحتۍ سره خریداري وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د نوي حکومت د راتلو په لومړیو ورځو کې، د یاد مرکز ډېرې هټۍ تړل شوې وې او ښځې هم په خپل یوازیني سوداګریز مرکز کې له فعالیتونو ناهیلې وې.

Visits: 104

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.