د افغانستان بانک ۱۴ میلیون ډالر لیلاموي
د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې ۱۴ میلیون ډالر د لیلام په ډول د داوطلبۍ له لارې پلوري.
د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې ۱۴ میلیون ډالر د لیلام په ډول د داوطلبۍ له لارې پلوري.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولین وایي چې په تېرو پنځو میاشتو کې د کابل له ورودي دروازو څه د پاسه ۲۲ میلیون افغانۍ عایدات ټول شوي دي.
د بدخشان ولایت دوو خبریالانو د خیاطۍ د یوه مرکز په جوړولو سره لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړه.
په ننګرهار کې د صنايعو او کانونو خونې له خوا نن د يو خصوصي پوهنتون په همکارۍ د کورنيو توليداتو دوه ورځنی نندارتون جوړ شو.
د سپین بولدک- چمن لار چې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړې له امله بنده شوې وه، نن بېرته پرانیستل شوه.
د افغانستان بانک مسوولینو په سوداګرۍ او مالي راکړو ورکړو کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو لپاره د امریکا د مالیې وزارت د جواز صادرېدو هرکلی کړی او وایي چې د هېواد خصوصي بانکونه اوس کولای شي د پخوا په څېر له نړیوالو بانکونو سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
هغه سوداګره مېرمن چې په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته یې خپل کاروبار درولی و او اوس هڅه کوي چې بېرته یې پيل کړي، وايي چې په هيڅ ډول حالاتو کې به خپل هېواد پرې نه ږدي او د پرمختګ لپاره به یې کار کوي.
د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن د سرو زرو، بورې، پټرول او ډېزل تېلو بیې لوړې شوې، خو د وریجو بیه لوېدلې ده. د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژاس ته…
کورنیو چارو وزارت وایي چې د ټاپي پروژې امنیتي طرحه له ترکمنستاني مقاماتو سره شریکه شوې او په نږدې راتلونکو ورځو کې به یې عملي چارې پیل شي. ټاپي هند او پاکستان ته د افغانستان…
د پکتیکا د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي وايي، له تېرو شلو کلونو راهیسې له مخابراتي خدماتو بې برخې دي چې د دوی ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی دی. د دغه ولایت د وازېخوا…
د افغانستان بابکرخېلو قومي شورا له ملګرو ملتونو، اسلامي هېوادونو او د بشري حقونو له نورو نړيوالو ارګانونو غوښتي چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په ازادولو کې دې له افغانانو سره مرسته وکړي.
د ترکیې د بشري مرستو یوه برخه چې ۹۲۰ ټنه توکي دي، «د ښېګڼې په کاروان» کې نن هرات ولایت ته راورسېده.
د اقتصاد وزارت مرستيال وایي چې په هېواد کورنیو او بهرنيو پانګوالو ته د اسانتياوو برابرولو او د ناقانونه سوداګرۍ د ختمولو لپاره جدي هڅې روانې دي.
د کندهار ګمرک مسوولین وایي، په وروستیو شپږ نیمو میاشتو کې یې د تېرو شپږ نیمو میاشتو په پرتله عواید شاوخوا ۲۰ سلنه کم شوي دي.
د پکتیکا د تروې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په دې ولسوالي کې له تېرو شلو کلونو راهیسې ښوونځي تړلي وو او د ښوونکو معاشونه شخصي جېبونو ته تلل.
د افغانستان د خبریالانو او رسنیو ټولنو فدراسیون او د یوشمېر رسنیو مسوولینو د اطلاعاتو فرهنګ وزارت له مرستیال او د سرپرست حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد سره د رسنیو پر اقتصادي وضعیت تفصیلي خبرې…
د ملي پراختیا شرکت دې ته په اشاره چې پر ۶۸۹ پروژو کار کوي او د ۳۹۶ پروژو چارې یې بشپړې کړې، وايي، هغه کسان چې په مخکني حکومت کې یې کار کړی، اوس هم ټول خپلو دندو ته ورځي او اوسنی حکومت یې ملاتړ کوي.
په کابل کې د ترکیې سفارت مسوولین وايي چې د دغه هېواد د سرې میاشتې ۷۵۰ ټنه مرسته کابل ته رارسېدلې ده.
بلخي شاعر پښتون ساپى چې دا مهال په مزارشريف ښار کې ريکشا چلوي وايي، درې شعري ټولګې يې چاپ شوي او څلورمه یې هم چاپ ته چمتو ده.
په ننګرهار کې لسګونو معلولينو د يوه لاریون په ترڅ کې د امريکا له لوري د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه وکړه.
د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ په تړاو د امریکا تصمیم «غیر منطقي او ناعادلانه» بللی، ویلي یې دي چې دغه تصمیم باید ژر تر ژره لغوه شي.
چک جمهوریت کې د افغانستان سفارت د امریکا محکمې ته په یوه لیک کې لیکلي چې که امریکا پر خپله پرېکړه ودرېږي، نو د افغانستان د اوسني ضعیف اقتصاد د ماتېدو لامل به شي، کورنۍ جګړې او نورو ګډوډیو ته به لاره هواره شي او افغانستان به یو ځل بیا د نړیوالې ترهګرۍ هدف هم وګرځي.
د افغانستان مرکزي بانک وایي چې د بشري مرستو په برخه کې د ۳۲ میلیونو ډالرو یوه بله کڅوړه هم کابل ته راورسېده.
د ننګرهار د سوداګرۍ او صنعت رياست وايي چې بهر ته د زړو وسپنو د قاچاق مخنيوي په دغه ولايت کې د ګول سيخ جوړولو توليدات زيات کړي او کارونه يې تر پخوا ښه شوي دي.