ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا د اووه ولسوالیو اوسېدونکي له مخابراتي خدماتو بې برخې دي

د پکتیکا د اووه ولسوالیو اوسېدونکي له مخابراتي خدماتو بې برخې دي

author avatar
26 Feb 2022 - 11:46
د پکتیکا د اووه ولسوالیو اوسېدونکي له مخابراتي خدماتو بې برخې دي
author avatar
26 Feb 2022 - 11:46

ښرنه (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۰): د پکتیکا د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي وايي، له تېرو شلو کلونو راهیسې له مخابراتي خدماتو بې برخې دي چې د دوی ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

د دغه ولایت د وازېخوا لسوالۍ یوه قومي مشر محمد عالم له پژواک خبرې اژانس سره په خبرو کې وويل چې وازېخوا، وړممۍ او تروې د پکتيکا له سرحدي او وروسته پاتې ولسوالیو دي چې اوسېدونکي یې له تېرو شلو کلونو راهیسې مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

ده زیاته کړه، د تېر حکومت پر مهال جګړې او ناامنۍ بهانه ګرځول کېدې چې ګواکې دغو ولسوالیو ته یې د مخابراتي خدماتو غځولو مخه نیولې ده.

دی وايي، اوس چې امنیت ښه شوی او جګړه درېدلې ده، حکومت باید له مخابراتي شبکو وغواړي چې په یادو شوو ولسوالیو کې خدمات وړاندې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.