ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: د رسنیو د اقتصادي ستونزو د هواري هڅې کوو

مجاهد: د رسنیو د اقتصادي ستونزو د هواري هڅې کوو

author avatar
23 Feb 2022 - 00:36
مجاهد: د رسنیو د اقتصادي ستونزو د هواري هڅې کوو
author avatar
23 Feb 2022 - 00:36

کابل (پژواک ۳ کب ۱۴۰۰): د افغانستان د خبریالانو او رسنیو ټولنو فدراسیون او د یوشمېر رسنیو مسوولینو  د اطلاعاتو فرهنګ وزارت له مرستیال او د سرپرست حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد سره د رسنیو پر اقتصادي وضعیت تفصیلي خبرې وکړې .

دفدراسیون لخوا د کب په ۳مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په پیل کې د ګهیځ د لیکوالانو او ژونالیستانو ټولنې رییس سردارمحمد دیندارخېل د خبریالانو او رسنیو د تېر او اوسني فدراسیون د کارونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

هغه وویل، چې اوس مهال د رسنیو او خبریالانو ملاتړي بنسټونه په پوره همغږۍ او رښتینولۍ سره کار کوي ، د حکومتي امنيتي ارګانونو ترمنځ همغږي شتون لري خو دا همغږي بايد لا زياته شي او بايد ددې لامل شي چې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالي صفر ته راکم شي .
په افغانستان کې د ازادو راډیوګانو او ټلویزیونون د همغږۍ مرکز ریيس امان الله نصرت د رسنیو پر وړاندې په شته ستونزو خبرې وکړې او وې وویل چې له سیاسي تحول وروسته رسنۍ په ځانګړې توګه محلي راډیوګانې او ټلویزیونونه له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او نه شي کولای خپل لګښتونه پوره او نشرات ورکړي او له دې مشکلاتو سره سره پر دوی باندې مختلف جرایم ، د فریکونسۍ فیسونه او د برېښنا لوړه صرفیه وضع شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ستونزو او وړاندېزونو له اورېدلو وروسته د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد خوښي وښوده چې داسې بنسټونه او لوړ فکر کسان شته چې د رسنیو او خبریالانو لپاره صادقانه کار کوي او ستاسو هڅې ددې لامل شوې چې اوس تر ډېره د خبریالانو  او رسنیو په وړانډې ستونزې حل شوې دي .
مجاهد وویل “د امارت مشران رسنیو ته په ارزښت قائل دي رسنۍ هم مکلفې دي چې د ټولنې د اصلاح لپاره د اسلام په چوکات کې خپرونې ترسره کړي ”
مجاهد زیاته کړه، چې په هېواد کې روان اقتصادي حالت ته په کتو دوی جدي هڅه کوي او اړوندو ارګانونو سره خبرې روانې دي ترڅو د رسنیو د جوازونو د تمدید، فریکونسۍ، بانکي تضمین، برېښنا او مالیاتي جرایمو ستونزې حل کړي .
د غونډې په وروستیو کې د خپلواکو خبریالانو ټولنې اجرائیوي رییس حجت الله مجددي د رسنیزو بنسټونو پر اهمیت خبرې وکړې وویل چې د افغانستان د خبریالانو او رسنیو ټولنو د فدراسیون کارونه اوسمهال اغېزمن ثابت شوي او هم یې ددغه بنسټ د شفافیت په اړه معلومات وړاندې کړل .

Visits: 131

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.