نورستان کې د ۱۲۰ میلیون افغانیو په ارزښت بیروج وپلورل شول
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې په نورستان ولایت کې ۱۶۵ کیلوګرامه بیروج د ۱۲۰ میلیون افغانیو په بدل کې وپلورل شول.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې په نورستان ولایت کې ۱۶۵ کیلوګرامه بیروج د ۱۲۰ میلیون افغانیو په بدل کې وپلورل شول.
د اسلامي امارت د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معین چین ته د سفر پر مهال د اوسپنې پټلۍ نړۍوالې اتحادیې په دوولسمه کنګره (یوایسي) کې ګډون وکړ.
د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت معین له خپل قزاقي سیال سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځمکني حمل و نقل، ترانسپورټي اړیکو او د کابل او استانې ترمنځ د مستقیمو الوتنو د پیل په اړه خبرې کړې دي.
د تېرو اوو ورځو مخکې په پرتله نن په کابل ښار کې د قزاقي اوړو، بورې، غوړیو او نفتي توکو بیې ټیټې شوې، خو د سرو زرو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.
د هرات – تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ پروژه کې د قزاقستان له لوري د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د پانګونې هوکړه لاسلیک شو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال کندهار ولایت کې له یو شمیر سوداګرو سره په لیدنه کې ویلي، پر هغو وارداتي توکو به تعرفه لوړه شي چې کورنی توليد یې تر ۲۰ سلنه یا زیات د هېواد د بازار اړتیا پوره کولای شي.
د غزني د کانونو ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ناور ولسوالۍ کې د ۵۰ میلیون افغانیو په پانګونه د ګچو یوه کان د کیندنې چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.
په میدانوردګو ولایت کې د پنځه میلیون امریکایي ډالرو په پانګونه د انټیموني او سربو د پروسس یوه کارخونه پرانیستل شوه.
د بلخ ځايي چارواکي وايي چې له دغه ولایته د یوه تولیدي شرکت له لوري په لومړي ځل ۲۱ ټنه مینځونکي توکي صادر شوي دي.
خوست کې د تازه مېوو او سبزیجاتو یو شمېر سوداګر او بزګران وایي چې د غلام خان لارې په هر ځل تړل کېدو سره میلیونونه افغانۍ زیان ویني.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال له اذربایجاني چارواکو غوښتي چې د باکو نړۍوالو بحري بندر له لارې دې د افغانستان صادراتو اسانتیاوې برابرې کړي.
نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د ډېزلو او اوبلن ګاز بیې یو څه ټیټې شوې خو د هندي بورې بیه لوړه شوې ده.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، د قزاقستان له لومړي وزیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراخېدو خبرې وکړې. د ریاستالوزراء د اقتصادي معاونیت…
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د ترکمنستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، د اسلامي امارت له لوري د ټاپ پروژې لار نقشه نهايي شوې او هڅه کوي چارې یې له کوم ځنډ او خنډ پرته پر مخ ولاړې شي.
په کابل ښار کې د خیاطۍ یوه کارګاه چې لسګونه ښځې کار پهکې کوي، د هېواد د بېلابېلو سیمو ځايي کلتورونو ته په پام افغاني جامې جوړوي او بیا د هغو د پلور له لارې عاید ترلاسه کوي.
د افغانستان بانک سبا چهارشنبه (د چنګاښ په ۱۱مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي.
د مالیې وزارت وايي چې د روان لمریز کال په غبرګولي میاشت کې د هېواد له ځینو ګمرکونو ۱۶۵ ټانکره بېکیفیته وارداتي تېل بېرته ګرځول شوي دي.
د افغانستان بانک سرپرست رئیس، د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د اسلامي مالي خدمتونو بورډ کلنۍ نړیوالې غونډې کې د ګډون لپاره مراکش ته ولاړ. د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې راغلي، دا نړیواله…
د افغانستان بانک وايي چې د دغه بانک لومړي مرستیال د افغانستان – امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې له رییس سره لیدلي او دواړو لورو د خصوصي سکټور، سوداګرۍ او متقابلو بانکي اړیکو پر ودې…
نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د قزاقي اوړو، بورې او سرو زرو بیې ټیټې شوې خو د نورو لومړنیو توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی.
د غزني ښاروالي وایي، د دغه ولایت په مرکز کې یې تر سلو ډېرۍ هغه هټۍ تړلې چې د توکو بیې یې د ایران او اسرائیل د جګړې په پلمه پر خپل سر لوړې کړې وې.
د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسؤولین وایي چې د دغه ولایت د محمداغې ولسوالۍ صنعتي پارک کې ۲۵۰ جریب ځمکه پانګهوالو ته د وېش لپاره چمتو ده او ژر به یې د وېشلو لړۍ پیل شي.
د افغانستان بانک وایي، د اسعارو د لیلام بهیر به له مرکزه زونونو ته وغځول شي، څو د بازار له اړتیاوو سره سم د اسعارو پر وېش، روڼتیا او موثریت لا زیات تمرکز وشي.
د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې «د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي پالیسي» او په بلخ او سرپل ولایتونو کې د څه باندې ۸۳۸ میلیون افغانیو په ارزښت د دوو سوداګریزو مارکیټونو جوړولو طرحې تایید شوې.