منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۶ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

سوداګري او اقتصاد

۷،۲۴۷ راپورونه

راپورونه

کندهار کې د شاتو مچیو فارم‌لرونکي خپلو تولیداتو ته د بازارموندنې برخه کې د مرستې غوښتنه کوي

په داسې حال کې چې د کندهار د کرنې ریاست سږ کال په دغه ولایت کې د شاتو د تولید ډېرېدو خبره کوي خو د شاتو مچیو یو شمېر فارم‌لرونکي وايي چې تقلبي او بې‌کیفیته وارداتي شاتو یې د تولیداتو بازار زیانمن کړی او له حکومته غواړي چې د بازارموندنې برخه کې مرسته ورسره وکړي.

د سټنډرډ شورا د نفتي توکو برخه کې ۵۷ ازمایښتې کړنلارې او سټنډرډونه تصویب کړل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د سټنډرډ  شورا په څلورمه غونډه کې د نفتي توکو برخه کې ۵۱ ازمایښتي کړنلارې او شپږ سټنډرډونه تصویب شول چې د نفتي توکو د کیفیت لوړېدو پر لور مهم ګام بلل کېږي.

عمري: افغانستان د ځینو خوراکي توکو واردولو په تړاو له روسیې سره د خبرو په حال کې دی

رویټرز د افغانستان د کرنې وزارت د سرپرست له قوله خبر ورکړی چې دغه هېواد د ځینو خوراکي توکو واردولو په اړه له روسیې سره د خبرو په حال کې دی؛ ځکه د اسرائیل او ایران جګړه ښايي د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري له خنډ سره مخ کړي.

حنفي: افغانستان له چين او د سويلي اسيا هيوادونو سره د همکاريو پراختيا ته لېواله دی

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، افغانستان د چین او د سویلي اسیا له هېوادونو سره د همکاریو پراخولو ته لیوالتیا لري او د خپل جغرافیایي موقعیت له امله کولای شي د مرکزي، سویلي او ختیځې اسیا ترمنځ د نښلوونکي پُل رول ولوبوي.

د کانونو وزارت له افچین شرکت سره د امو دریا نفتي حوزې تړون فسخه کړ

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د امو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د دغه وزارت او افچین شرکت ترمنځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو د پرله‌پسې سرغړونو له امله فسخه شو.

زهرا علي؛ افغانستان کې د نوې کېدونکې انرژۍ د تولید او پاورسټېشن دستګاوو جوړولو مخکښه

په داسې حال کې چې افغانستان لا هم د برېښنا د کمښت له ستونزې سره مخ دی، په کابل کې یوې نجلۍ په کمه پانګونه خو لوی باور سره، د پاورسټېشن کوچنيو دستګاوو جوړولو ته مخه کړې څو د انرژۍ تولید ته یوه روښانه لار ومومي.

د مالیې وزارت معین د یوناما له مشرې سره د کوچنیو مالي تمویلونو سکټور پر ودې خبرې کړې

د مالیې وزارت وایي، د دغه وزارت معین د یوناما له مشرې سره، په افغانستان کي د کوچنیو مالي تمویلونو سکټور پر ودې، د بهرنیو بشري مرستو د پر ځای لګولو او پراختیایي پروژو پر تمویل خبرې کړې دي.

د افغانستان مالي او بانکي انسټیټیوټ بیا ځلي فعال شو

کابل (پژوک، ۱۳ غبرګولي ۱۴۰۴): د افغانستان بانک وایي، د دغه بانک اړوند مالي او بانکي انسټیټیوټ بیا ځلي فعال شو. د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د یاد…

د لوی اختر په رارسېدو سره سمنګان کې د څارویو بیې لوړې شوې دي

د سمنګان یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د لوی اختر په رارسېدو سره په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله د څارویو بیې لوړې شوې، خو مالداران بیا د څارویو د بیو لوړېدل لامل پرله‌پسې وچکالي او د حیواني خوراکي توکو د بیو لوړوالی بولي.

فراه کې د اوړو د تولید کارخونې له فعالېدو سره اوس د دغه ولایت اوسېدونکي وارداتي اوړه نه پېري

د فراه یو شمېر اوسېدونکي وایي، وروسته له هغه چې دغه ولایت کې د اوړو د تولید یوې کارخونې کار پیل کړی، اوس ډېر شمېر خلک بهرني وارداتي اوړه نه پېري، ځکه داخلي اوړه باکیفیته دي او بیه یې ټیټه ده.

برادر: که صنعتکاران د خپلو تولیداتو د کیفیت او کمیت تضمین راکړي، پر ورته واردېدونکو اقلامو تعرفه لوړوو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په کابل کې د صنعت اونۍ څلورم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستې پر مهال وویل، د ا.ا له راتګ وروسته تر اوسه شاوخوا ۱۵۰۰ نوې فابریکې جوړې شوې او افغانستان په ۱۳۸ صنعتي او تولیدي سکټورونو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.

نور راپورونه