Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دا اونۍ کابل ښار کې د نفتي او ځینو خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي

کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴): د تېرو اوو ورځو مخکې په پرتله نن کابل ښار کې د نفتي او یو شمېر خوراکي توکو بیې لوړې شوې، خو د سرو زرو بیه ټیټه شوې ده.

د نفتي توکو بیې

کابل ښار کې د احمدیار تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرې شبنې پر پرتله نن د یو لېتر پټرولو بیه له ۵۹ نه ۶۴ افغانیو او د یو لېتر ډیزلو بیه له ۵۹ نه ۶۸ افغانیو ته لوړه شوې ده.

په همدې حال کې د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې یو دوکاندار محمد‌جان امین وایي چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یو کیلوګرام ګاز بیه له ۴۸ نه ۵۸ افغانیو ته لوړې شوې ده.

د نفتي توکو د پلورونکو په خبره، د ایران او اسراییل ترمنځ د جګړې له امله په نړۍوالو بازارونو کې د دغو توکو د بیو په لوړېدو سره، د کابل ښار په بازارونو کې هم د هغه بیې لوړې شوې دي.

د یادونې ده چې د ایران او اسراییل ترمنځ د جګړې زور اخیستو له امله په ټوله نړۍ کې د نفتي توکو په بیو کې لوړوالی راغلی دی.

د ایران او اسراییل ترمنځ جګړه له هغه وروسته پیل شوه چې اسراییل وړمه جمعه (غبرګولي ۲۳مه) د ایران پر ځینو تاسیساتو او سیمو، د بالیستیک توغندیو د تولید پر کارخونې پوځي قومانانو هوايي بریدونه وکړل.

خوراکي توکي

کابل ښار کې د خوارکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې تېرو ۷ ورځو مخکې په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلو قزاقي اوړو د پلور عمده بیه له ۱۳۰۰ نه ۱۵۰۰ افغانیو، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۲۵۰۰ نه ۲۵۵۰ افغانیو، د ۱۶ لېټره مالیزیایي غوړیو بیه له ۱۶۰۰ نه ۱۷۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د ایران او اسراییل ترمنځ د جګړې له امله د ټراسپورټي توکو د کرایې لوړېدل په کابل ښار کې د دغو توکو د بیو لوړېدو لامل شوي دي.

د یوه خبر له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د سرپرست عطاالله عمري ویلي چې له روسیې د ځینو خوراکي توکو د واردولو برخه کې له روسیې چارواکو سره په خبرو بوخت دي.

خو کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس وویل چې نن هم لکه تېره شنبه په عمده ډول ۲۴ کیلوګرانه لومړۍ درجه سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، یو کیلو اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقایي چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلو قزاقي اوړو په ۱۵۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلو لومړۍ درجه سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۲۶۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۱۷۵۰ افغانۍ، یو کیلو اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقایي چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

سره‌زر

کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمد‌فواد وویل چې نن د تېرو ۷ ورځو په نسبت د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۶۲۰۰ نه ۶۱۰۰ افغانیو او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۴۸۵۰ څخه ۴۸۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده. ‎

د سرو زرو د پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون، په نړۍوالو بازارونو کې د هغو له بیو سره تړاو لري.

د اسعارو بیې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د یوې صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه ډالر د پېر بیه ۷۱ اعشاریه ۳۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۵ افغانیو تبادله کېږي.

دا په داسې حال کې چې د روان کال د غبرګولي میاشتې په ۲۴ مه د یوه ډالر د پېر بیه ۷۰ اعشاریه ۲۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۰ افغانۍ تبادله کېدې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.