افغان او چیني چارواکو د مالي او بانکي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې
د افغانستان بانک سرپرست د چین له سفیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالي او بانکي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د افغانستان بانک سرپرست د چین له سفیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالي او بانکي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د قزاقستان ولسمشر د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه باید تر درې میلیارد ډالرو پورې ورسېږي.
د فراه یو شمېر اوسېدونکي وایي، وروسته له هغه چې دغه ولایت کې د اوړو د تولید یوې کارخونې کار پیل کړی، اوس ډېر شمېر خلک بهرني وارداتي اوړه نه پېري، ځکه داخلي اوړه باکیفیته دي او بیه یې ټیټه ده.
د پنجشېر ځايي مسوولین وايي، یوه روسي سوداګر او پانګهوال د دغه ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د زمردو پر شپږو کانونو د پانګونې طرحه وړاندې کړې ده.
اسلامي امارت نن ۹۱ بېلابېلو شرکتونو ته په صنعتي سیمو کې د ځمکو د سندونو وېشلو لړۍ پیل کړه.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په کابل کې د صنعت اونۍ څلورم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستې پر مهال وویل، د ا.ا له راتګ وروسته تر اوسه شاوخوا ۱۵۰۰ نوې فابریکې جوړې شوې او افغانستان په ۱۳۸ صنعتي او تولیدي سکټورونو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.
په نههدېرشمه داوطلبۍ کې د پنجشېر ولایت له کانونو استخراج شوي ۱۴۱۳ قیراطه زمرد د ۱۷۱ زره او ۹۰ امریکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شول.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، له ترکمنستانه افغانستان او پاکستان ته د برېښنا د لېږد پروژې (ټاپ) په اړه تخنیکي ناسته وشوه.
د چین د نړۍوالۍ سوداګرۍ د ودې شورا وایي، غواړي له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې ژورې او پراخې کړي.
هرات کې د ښکاري وسلو یو شمېر پلورونکي وايي، د حکومت له خوا د ژوو او مرغانو پر ښکار د بندیز له امله په دغه ولایت کې د ښکاري وسلو بازار ۹۰ سلنه لوېدلی او خلک یې نور پېرلو ته زړه نه ښه کوي.
پکتیا کې د شاتو مچیو یو شمېر فارملرونکي خپلو تولیداتو ته د مناسب بازار له نشتوالي شکایت کوي او له اړوندو حکومتي ادارو غواړي چې کورني شاتو ته د بازارموندنې او د هغو د صادراتو برخه کې مرسته ورسره وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وايي، کابل له روسیې او چین سره په خبرو بوخت دی څو له دغو هېوادونو سره سوداګریزې معاملې په ملي اسعارو ترسره شي؛ کارپوهان بیا د دغه اقدام ستاینه کوي.
په داسې حال کې چې کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی، د سرو زرو بیې هم لوړې شوې دي خو د خوارکي توکو بیو کې بدلون نهدی راغلی.
سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د کورنیو محصولاتو د استفادې فرهنګ دودولو په موخه د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
د مالیې وزارت وایي، په تېره غویي میاشت کې د هېواد له یو شمیر ګمرکونو څخه ۱۸۴ ټانکړه واردېدونکي بېکیفیته نفتي توکي بېرته ګرځول شوي دي.
د بلخ د کرنې ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ورېښمو چینجیو روزنه له کلونو ځنډ وروسته بیا پیل شوې او دوی په دې هڅه کې دي څو د همکارو موسسو په مرسته دغه صنعت ته لا وده ورکړي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له افغانستانه د وارداتو لپاره د الکټرونیکي فورم معافیت د روان کال د جون تر ۱۴مې نېټې پورې غځولی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو نن د کازان د ۱۶م فورم لاستهراوړنې له رسنیو سره شریکې کړې او زیاته یې کړه چې روسیه غواړي له افغانستانه دغه هېواد ته پر صادرېدونکو تازه او وچو مېوو تعرفه صفر کړي.
د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، تېره وري میاشت کې د افغانستان د وارداتو کچه ۸۴۲،۸ میلیون ډالر او د صادراتو کچه ۸۵،۷ میلیون ډالره وه.
د مالیې وزارت وایي، نړۍوال بانک چمتو شوی چې په افغانستان کې د خپلو پاتې پورونو د ورکړې لړۍ پیل کړي او نن به په لومړۍ پړاو کې نږدې ۱۱ میلیون ډالره پور شرکتونو ته ورکړي.
د ننګرهار ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې راستنو شوو کډوالو ته د کاروبار پيدا کېدو په موخه د «کډوالو بازار» پرانیستل شو.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د اسیا پراختیایي بانک په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ پراختیایي پروژو د پلي کېدو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
د نیمروز د ورېښمو بندر له لارې د سوداګرۍ کمېدو په اړه د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته اړوندو ادارو د دغه بندر له لارې د سوداګرۍ کچې ډېرېدو په موخه د باروړونکو موټرو کرایې لپاره لایحه جوړه کړې چې د سوداګرو له هرکلي او د ځینو موټرلرونکو له نارضایتۍ سره مخ شوې ده.
نن کابل ښار کې د تېرې اونۍ په نسبت د سرو زرو بیې ټیټې شوې خو د لومړنیو توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی.