کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۴): نن کابل ښار کې د تېرې اونۍ په نسبت د سرو زرو بیې ټیټې شوې خو د لومړنیو توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی.
کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې نن د تېرې اونۍ په نسبت د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۶۱۰۰ څخه ۵۹۰۰ افغانیو ته ټیټه شوې او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۴۸۰۰ څخه ۴۶۵۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.
د سرو زرو د پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون، په نړۍوالو بازارونو کې د هغو له بیو سره تړاو لري.
نفتي توکي
کابل ښار کې د احمدیار تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل، نن لکه د تېرې اونۍ په څېر د یوه لېتر پټرولو بیه ۵۹ افغانۍ او د یوه لېتر ډیزلو بیه ۵۵ افغانۍ ده.
سرچینې دغه راز وویل چې نن هم لکه د تېرې اونۍ په څېر یوه کیلو ګاز په ۴۸ افغانۍ پلوري.
خوراکي توکي
کابل ښار کې د خوارکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې نن هم لکه د تېرې اونۍ په څېر د ۴۹ کیلو قزاقي اوړو د پلور عمده بیه ۱۳۰۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجو بیه ۲۶۰۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه ۲۵۰۰ افغانۍ، د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړيو بیه ۱۶۵۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام تور افریقایي چای بیه ۴۰۰ او د یو کیلوګرام شین اندونیزیایي چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.
د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه په ۱۳۵۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلو پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجو بیه په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۵۵۰ افغانۍ، د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړيو بیه ۱۷۰۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای بیه ۴۰۰ افغانۍ او د یو کیلوګرام تور افریقایي چای بیه ۴۵۰ افغانۍ ده.
د اسعارو بیې
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د یوې صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه ډالر د پېر بیه ۷۰،۱۵ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۵ افغانیو تبادله کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د غویي میاشتې په ۲۰مه د یوه امریکایي ډالر د اخیستو بیه ۷۰،۳۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۰ افغانیو تبادله کېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP