کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۴): د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د اسیا پراختیایي بانک په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ پراختیایي پروژو د پلي کېدو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
د اوبو او انرژۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور په افغانستان کې د اسیا پراختیایي بانک له عمومي ریيس دیوید هیل سره وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه لیدنه کې، دواړو لورو په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ پروژو په پلي کولو کې د همکاري په ځانګړې توګه د هغو نیمګړو پروژو د بیا پيل په هکله چې مخکې د آسیا پراختیایي بانک له لوري تمویل کېدې، خبرې وشوې.
یاد وزارت لیکلي چې منصور په کابل او کندهار ښارونو کې د اوبیزو سرچینو د ورځ تر بلې کمېدو وضعیت ته اشاره وکړه او د اسیا له پراختیایي بانک څخه یې د کابل- پنجشیر اوبو لېږد، د شاه توت للندر ذخیروي بند او د کندهار ولایت د دهلې بند د پراختیا په پروژو کې د همکاري غوښتنه وکړه.
خبرپاڼه له مخې، په افغانستان کې د اسیا پراختیایي بانک عمومي رړيس ژمنه وکړه چې په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ پراختیایي پروژو په برخه کې خپلې همکاري بیا پيل کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP