منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۴ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

سوداګري او اقتصاد

۷،۲۵۳ راپورونه

راپورونه

په څلورو ولایتونو کې د شپږو کرنیزو کمپلېکسونو جوړوېدو طرحه تایید شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي چې په هرات، هلمند، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د شپږو کرنیزو، نمایشي او ترویجي کمپلېکسونو د جوړېدو طرحې په ګډون  د درېیو بېلابېلو سکټورنو د ځان‌بسیاینې پالیسۍ تایید شوې.

یو‌اېن‌ډي‌پي: افغانستان کې تل‌پاتې اقتصادي او ټولنیزو حل‌لارو ته اړتیا ده

د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (UNDP) وایي چې له افغانستان سره یوازې بشري مرستې بسنه نه‌ کوي، بلکې تل‌‌پاتې اقتصادي او ټولنیزو حل‌لارو ته اړتیا ده. د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (UNDP) مسوولینو نن…

د فراه د پرچمن خلک: د مخابراتي خدماتو محدودیت له امله یو جي‌بي انټرنېټ په ۲۰۰ افغانۍ اخلو

د فراه د پرچمن یو شمېر خلک وايي، له دې امله چې په دې ولسوالۍ کې مخابراتي خدمات محدود دي، د انټرنېټ پر مټ د اړیکو نیولو لپاره یو جي‌بي انټرنېټ له خصوصي شرکتونو په ۲۰۰ افغانۍ پېري چې دا د دوی لپاره ملا ماتوونکې بیه ده.

د ننګرهار د کانال شرکت: تېر کال مو ۱۳۵ زره لېتره د زيتون تېل توليد کړي

د ننګرهار ولايت د کانال شرکت مسوولین وايي، د دې ادارې اړوند د زيتونو فابریکه کې تېر لمریز کال د زیتونو له دانو څخه ۱۳۵ زره او ۵۰۰ لیتره تېل تولید شوي او تازه يې د هغو د بسته‌بندۍ او بازار ته د وړاندې کولو لړۍ پيل کړې ده.

په کابل کې د متحده عربي اماراتو د پانګه‌والو او سوداګرو کنفرانس جوړېږي

د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې په کابل کې به د افغانستان اقتصادي پرمختګ اړوند پروژو په اړه د خبرو په موخه د متحده عربي اماراتو د پانګه‌والو او سوداګرو کنفرانس جوړ شي.

هندي سوداګرو له افغانستانه د وچې میوې د لېږد لپاره د هوایي دهلېز رامنځته کېدو غوښتنه کړې

د راپورونو له مخې، د هند د مغزیاتو او وچو مېوو شورا د اتارې- واګه لارې د تړل کېدو له امله د هند له حکومته غوښتي څو له افغانستانه دغه هېواد ته د وچې مېوې د واردېدو لپاره هوايي دهلېز رامنځته کړي.

کابل کې د یوې ښځې د ژوند بدلون؛ له طب څخه د معجون جوړولو تر کاروباره

کابل ښار کې د سوسن قاضي‌زاده په نوم یوې ښځې چې خپلې لوړې زده‌کړې یې په معالجوي طب کې کړې او په اګزیټ ازموینه کې له ګډونه پاتې شوې، اوس یې خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره د معجون جوړولو او پلورلو کاروبار پیل کړی دی.

د قره‌قل خولیو دودیز صنعت د ورکېدو په حال کې

د قره‌قل خولیو صنعت، د افغاني کلتور یوه ښکاره بېلګه ده خو اوس یې استفاده تر پخوا کمه شوې، ډېرو کسانو دغه کاروبار پرېیښی او هغوی چې لا هم په دې برخه کې کار کوي، هیله لري چې ملاتړ یې وشي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه له متقي څخه د ترانزیټي ستونزو د حل غوښتنه کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست په لیدنه کې له هغه غوښتي چې له پاکستاني او هندي چارواکو سره دې خبرې وکړي څو د افغان سوداګرو مالونو ته د ترانزیټ برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

پاکستان د افغانستان ۱۵۰ باروړونکو موټرو ته د واګه بندر له لارې هند ته د ننوتلو اجازه ورکړه

د راپورونو له مخې، د پاکستان او هند د اړیکو تر ترینګلتیا وروسته، تېره ورځ پاکستان د افغانستان ۱۵۰ باروړونکو موټرو ته چې هند ته یې سوداګزیز توکي لېږدول، د واګه له بندره د تېرېدو اجازه ورکړې ده.

کابل کې د کرنیزو محصولاتو او کورنیو تولیداتو نندارتون جوړ شو

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کابل د بادام باغ څېړنیز فارم کې «د کرنې او مالدارۍ ملاتړ، ستاسو د روغتیا او اقتصادي ودې ضامن دی» تر سرلیک لاندې د کرنیزو محصولاتو او کورنیو تولیداتو څلور ورځنی نندارتون جوړ کړ.

نور راپورونه