ژبه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه له متقي څخه د ترانزیټي ستونزو د حل غوښتنه کړې

کابل (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۴):د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست په لیدنه کې له هغه غوښتي چې له پاکستاني او هندي چارواکو سره دې خبرې وکړي څو د افغان سوداګرو مالونو ته د ترانزیټ برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه خوني مشرتابه پلاوي او د هېواد یو شمېر سوداګرو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیر خان متقي سره کتلي دي.

سرچینې ویلي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خوني مشرتابه پلاوي له مولوي امیرخان متقي سره د پاکستان له لوري د افغان سوداګرو د ترانزیټي ستونزو او د هغو د حل لارو چارو په اړه خبرې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د کابل او ننګرهار ولایتي خونو مشرتابه پلاوو خپلې ټولې ستونزې، په ځانګړي توګه له پاکستان سره لنډمهاله او اوږدمهاله سوداګریزي ستونزې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره شریکې کړي او ټینګار یې کړی چې باید ژر تر ژره دې د حل لپاره اقدام وشي.

همدارنګه افغان سوداګرو، د هند او پاکستان ترمنځ د سیاسي اختلافاتو له امله رامنځته شوو ترانزیټي ستونزو ته په اشارې له متقي غوښتي چې له پاکستاني او هندي لورو سره خبرې وکړي، څو د افغان سوداګرو مالونو ته د ترانزیټ اسانتیاوې برابرې شي.

هغوی زیاته کړې، دا مهال د افغان سوداګرو ډېر توکي د پاکستان په کراچۍ او واګه بندرونو کې بند پاتې دي چې باید ژر تر ژره د عبور اجازه ورکړل شي.

د سوداګرې خونې ویلي، په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست افغان سوداګرو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده چې د افغان سوداګرو له ټولو ستونزو خبر دی او زیاته کړې یې ده، د دغه وزارت تخنیکي همکارانو د حل لپاره کار پیل کړی چې ډېر ژر به له ډیپلوماټیکو لارو حل لارې ورته وموندل شي.

نوموړي، د سیمې د سوداګرۍ او د ترانزیټ د بهیر د اهمیت په اړه د سوداګرۍ خونې پلاوي سره معلومات شریک کړي دي.

د پاکستان او هند اړيکې، د روانې (غویي) میاشتې په درېیمه نېټه د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر په پهلګام کې پر سیلانیان تر وسله‌وال برید وروسته – چې په کې ۲۶ کسان ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول – ترینګلې شوې.

خو د پاکستان او هند د اړیکو تر ترینګلتیا وروسته د روانې غویي میاشتې په ۱۲مه نېټه پاکستان د افغانستان ۱۵۰ باروړونکو موټرو ته چې هند ته یې سوداګزیز توکي لېږدول، د واګه له بندره د تېرېدو اجازه ورکړې وه.

ورته موضوع