کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۴): د افغانستان بانک وایي چې په شمال زون کې یې د ۸۴۳ میلیون او ۴۳۰ زره افغانیو په ارزښت زاړه او له کاره لوېدلي بانکنوټونه سوځولي دي.
د افغانستان بانک خبرپاڼه کې د یادو څرګندونو ترڅنګ راغلي چې دغه اقدام یې د پولي راکړو ورکړو برخه کې د اسانتیاوو برابرولو او له ګردښته د مندرس شوو بانکنوټونو د ایستلو په موخه ترسره کړی دی.
سرچینې لیکلي، په سوځول شوو بانکنوټونو کې له لسګونه تر زرګون پوري شامل دي.
د افغانستان بانک دویم مرستیال ملا محمد آخند د زړو بانکنوټونو د سوځولو پر مهال ویلي، دغه بانک د راکړو ورکړو د اسانتیاوو لپاره وخت په وخت زاړه بانکنوټونه له بازار راټولوي او د نوو او سالمو بانکنوټونو په وړاندې کولو سره خلکو ته اړینې اسانتیاوې برابروي.
هغه له خلکو غوښتي چې د افغانیو بانکنوټونو د سمې ساتنې لپاره جدي پاملرنه وکړي څو د بانکنوټونو له بېوخته زړېدو او د بیا چاپ له لګښتونو مخنیوی وشي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د زړو بانکنوټونو د راټولونې او له ګردښته د ایستلو بهیر د هېواد په ټولو زونونو کې روان دی، هغه خلک چې زاړه بانکنوټونه لري، کولای شي د افغانستان بانک یا سوداګریزو بانکونو څانګو ته مراجعه وکړي او یاد بانکنوټونه په نوو او سالمو بانکنوټونو بدل کړي.
د افغانستان بانک د روانې غويي میاشتې په ۱۱مه هم هرات کې د ۶۶۰ میلیون او ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت زاړه بانکنوټونه سوځولي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP