کابل (پژواک، ۱۲ غويی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د پاکستان او هند د اړیکو تر ترینګلتیا وروسته، تېره ورځ پاکستان د افغانستان ۱۵۰ باروړونکو موټرو ته چې هند ته یې سوداګزیز توکي لېږدول، د واګه له بندره د تېرېدو اجازه ورکړې ده.
د پاکستانۍ ورځپاڼې ډان د راپور له مخې، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه اقدام یې د پاکستان او هند د اړیکو د وروستۍ ترینګلتیا د کمېدو په موخه کړی دی.
په راپور کې راغلي، اسلاماباد کې د افغانستان سفارت چارواکو له پاکستانه غوښتي څو هغو باروړونکو موټرو ته چې د پاکستان له لارې هند ته ځي، له واګه بندره د تېرېدو اجازه ورکړي.
سرچینه زیاتوي، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت، اسلاماباد کې د افغانستان له سفارت څخه د یادو ۱۵۰ باروړونکو موټرو نوملړ ترلاسه کړی او وروسته یې له یاد بندره د تېرېدو اجازه ورکړې ده.
د پاکستان او هند اړيکې، د روانې (غویي) میاشتې په درېیمې نېټې د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر په پهلګام کې پر سیلانیان تر وسلهوال برید وروسته – چې په کې ۲۶ کسان ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول – ترینګلې شوې.
هند دغه برید د پاکستان له لوري ملاتړ کېدونکو ډلو پورې اړوند وباله او اسلاماباد یې له تروریزم څخه پر ملاتړ تورن کړ؛ خو پاکستان دغه تورونه رد کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP