Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نن کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د سرو زرو بیې لوړې شوې دي

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۴): په داسې حال کې چې کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی، د سرو زرو بیې هم لوړې شوې دي خو د خوارکي توکو بیو کې بدلون نه‌دی راغلی.

کابل ښار کې د خوارکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې نن هم لکه د تېرې اونۍ په څېر د ۴۹ کیلو قزاقي اوړو د پلور عمده بیه له ۱۳۰۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلو پاکستانۍ لومړۍ درجه سېله وریجو بیه ۲۶۰۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره بیه ۲۵۰۰ افغانۍ، د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي بیه ۱۶۵۰ افغانۍ، د یو کیلو تور افریقایي چای بیه ۴۰۰ او د یوه کیلو شین اندونیزیایي چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلو قزاقي اوړو په ۱۳۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلو پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۵۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۱۷۰۰ افغانۍ، یو کیلو اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقایي چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

نفتي توکي او ګاز

کابل ښار کې د احمدیار تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل، نن لکه د تېرې اونۍ په څېر د یوه لېتر پټرولو بیه ۵۹ افغانۍ او د یوه لېتر ډیزلو بیه ۵۵ افغانۍ ده.

دغه‌راز، د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې یو دوکاندار محمد‌جان امین وایي چې نن هم لکه د تېرو ۷ ورځو په څېر یو کیلو ګاز په ۴۸ افغاني پلوري.

سره زر

کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمد‌فواد وویل چې نن د تېرو ۷ ورځو په نسبت د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۵۹۰۰ څخه ۶۰۰۰ افغانیو ته او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۴۶۵۰ څخه ۴۸۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده. ‎

د سرو زرو د پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون، په نړۍوالو بازارونو کې د هغو له بیو سره تړاو لري.

د اسعارو بیې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د یوې صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه ډالر د پېر بیه ۶۸ اعشاریه ۸۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۰ افغانیو تبادله کېږي.

دا په داسې حال کې چې د روان کال د غویي میاشتې په ۲۷مه د یوه ډالر د اخیستو بیه ۷۰ اعشاریه ۱۵ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۵ افغانۍ تبادله کېدې.

د هغه په خبره، د اې‌ای‌بي بانک د پلور له امله د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت ټیټ شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.