Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره میاشت له افغانستانه د ۸۵،۷ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۴): د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، تېره وري میاشت کې د افغانستان د وارداتو کچه ۸۴۲،۸ میلیون ډالر او د صادراتو کچه ۸۵،۷ میلیون ډالره وه.

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دې ادارې د افغانستان په کچه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د تېرې وري مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي.

سرچینې لیکلي، د دغو ارقامو له مخې، په ياده مياشت کې د افغانستان په کچه د وارداتو ټول ارزښت ۸۴۲٫۸ ميليون ډالرو او د صادراتو ټول ارزښت ۸۵٫۷ ميليون ډالرو ته رسېږي.

خبرپاڼه کاږي، د تېر ۱۴۰۳ لمریز کال په کب مياشت کې د افغانستان د وارداتو ارزښت ۱۰۰۳٫۱ میلیون ډالرو ته رسېده چې د ۱۴۰۴ کال په وري مياشت کې د ۱۶۰٫۳ میلیون ډالرو په ارزښت کموالی په ‌کې راغلی دی.

د خبرپاڼې په حواله، د تېر ۱۴۰۳ لمریز کال په کب میاشت کې د افغانستان د صادراتو ټول ارزښت ۱۰۰٫۱ میلیون ډالرو ته رسېده چې د ۱۴۰۴ کال په وري میاشت کې د صادراتو ارزښت د تېر کال د کب مياشتې په پرتله ۱۴٫۴ ميليون ډالره کموالی لري.

خبرپاڼه کې ویل شوي، د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په تېره وري میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي او تر ټولو زیات واردات بیا له ایران، پاکستان او چین هېوادونو افغانستان ته شوي دي.

خو د احصايې او معلوماتو ملي ادارې دا نه دي ویلي چې په وارداتي او صادراتي توکو کې کوم توکي شامل دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.