کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۴): نن په کابل ښار کې د تېرو دوو اونیو په نسبت د قزاقي اوړو، نفتي توکو او سرو زرو بیې لوړې شوې دي.
کابل ښار کې د احمدیار تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن په کابل کې د تېرو دوو اونیو په پرتله د یوه لېتر پټرولو بیه له ۵۸ څخه ۵۹ افغانیو ته او د یوه لېتر ډېزلو بیه له ۵۷ څخه ۵۹ افغانیو ته لوړه شوې ده.
دغهراز، د کابل ښار په دهنباغ کې یو هټۍوال محمدجان امین وايي چې نن د تېرو دوو اونیو په نسبت د یو کیلو ګاز بیه له ۴۶ څخه ۴۸ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د تېل او ګاز پلورونکو په وینا، کابل ښار کې د نفتي توکو د بیو لوړېدو لامل په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو لوړوالی بولي.
خوراکي توکي
کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې نن د تېرو دوو اونیو په نسبت د ۴۹ کیلوګرام قزاقي اوړو د عمده پلور بیه له ۱۳۰۰ څخه ۱۳۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د هغه په وینا، د وارداتو کمېدل او د اوړو لپاره د تقاضا لوړېدل د کابل ښار په بازارونو کې د اوړو بیې لوړېدو لامل شوي دي.
خو نوموړی وايي، نن هم لکه د تېرو دوو اونیو په څېر په عمده ډول د ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ درجه سېله وریجو بیه ۲۶۰۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه ۲۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړیو بیه ۱۶۰۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام تور افریقایي چای بیه ۴۰۰ او د یوه کیلو شین اندونیزیایي چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.
د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۴۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۵۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۶۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام تور افریقایي چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
سره زر
کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې نن د تېرو دوو اونیو په نسبت د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۵۹۵۰ څخه ۶۲۰۰ افغانیو ته او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۴۷۰۰ څخه ۴۸۵۰افغانیو ته لوړه شوې ده.
د سرو زرو د پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو له بیو سره تړاو لري.
د اسعارو بیې
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د یوې صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه ډالر د پېر بیه ۷۰ اعشاریه ۲۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۰ افغانیو تبادله کېږي.
دا په داسې حال کې چې د روان کال د غبرګولي میاشتې په ۱۰مه د یوه ډالر د اخیستو بیه ۶۹ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۰ افغانۍ تبادله کېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP