منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

نورستان کې د ۱۲۰ میلیون افغانیو په ارزښت بیروج وپلورل شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۴۲۰ کتنې

کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې په نورستان ولایت کې ۱۶۵ کیلوګرامه بیروج د ۱۲۰ میلیون افغانیو په بدل کې وپلورل شول.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه داوطلبي تېره ورځ ترسره شوه او په یادو پیسو کې ۱۲ سلنه ونډه د اسلامي امارت وه.

سرچینه زیاتوي، په یاده داوطلبۍ کې د نورستان له کانونو په لومړي ځل ترلاسه شوي یاقوت هم وپلورل شول خو د بیې او مقدار په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.