منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۰ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

سوداګري او اقتصاد

۷،۲۵۳ راپورونه

راپورونه

د افغانۍ د ثبات لپاره هڅې؛ د افغانستان بانک تېر کال څه باندې ۴۰۰ میلیون امریکایي ډالر لیلام کړي

د افغانستان بانک تېر لمریز کال د افغانۍ ارزښت او ثبات ساتلو په موخه ۴۰۶ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي؛ که څه هم اقتصادي شنونکي دغه اقدام د لنډمهال لپاره اغېزناک بولي خو ټینګار کوي چې حکومت باید پر نورو لارو هم غور وکړي.

كابل ښار کې د وطني بوټانو د پلور بازار ښه شوی

د کوچني اختر په رارسېدو سره په کابل ښار کې د وطني بوټانو د پلور بازار ښه شوی؛ په دغه ښار کې د بوټانو د تولید کارخونو مسوولین د خپلو تولیداتو د پلور له ډېرېدو خوښ دي او له هېوادوالو غواړي چې له داخلي تولیداتو ګټه واخلي.

نن د تېر کال د همدې مودې په نسبت د اوړو او نفتي توکو بیې ټیټې شوې خو د غوړو بیه لوړه شوې ده

نن د تېر کال د همدې مودې په پرتله د اوړو او نفتي توکو بیې په ترتیب سره نږدې ۱۶ او نږدې ۸ سلنه ټیټې شوې دي، خو د مالیزیايي غوړیو او سرو زرو بیې په ترتیب سره نږدې ۱۹ او ۳۹ سلنه لوړوالی ښيي.

مخابراتو وزارت: د ګرځنده ټیلیفونونو واردوونکي له دې وروسته مکلف دي چې جوازونه ترلاسه کړي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي، د ګرځنده ټیلیفونونو واردوونکي شرکتونه له دې وروسته مکلف دي چې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم له ادارې (اترا) څخه د وارداتو جواز ترلاسه کړي او خپل فعالیت په قانوني ډول پرمخ یوسي.

د افغانستان بانک او مالیې وزارت ترمنځ د تادیاتي سیسټمونو د نښلولو هوکړه لاسلیک شوه

د افغانستان بانک او مالیې وزارت ترمنځ د تادیاتي سیسټمونو د نښلولو هوکړه‌لیک لاسلیک شو، مسوولین وایي چې د دې هوکړې موخه د عوایدو راټولولو کې روڼتیا، مالي نظم، او د حکومتي لګښتونو د برېښنايي کولو بهیر چټکول دي.

ماليې وزارت: د دولتي کارکوونکو معاشات به په روانه اونۍ کې د پخوا په څېر به اجرا شي

د افغانستان د ماليې وزارت هغه اوازې رد کړې چې ګواکې د حکومتي کارکوونکو معاشونه کم شوي یا د معاشونو نورم تغییر کړی او وايي چې د حکومتي ادارو د کارکوونکو معاشات په روانه اونۍ کې د پخوا په څېر اجرا کېږي.

پکتيا کې سږ کال ۳۵۰ ټنه شات توليد شوي

د پکتيا د کرنې ریاست مسوولين وايي، سږ کال په دغه ولايت کې شاوخوا ۳۵۰ ټنه شات توليد شوي، خو فارم‌لرونکي بیا د کورني تولیداتو د بازار ښه کېدو لپاره پر وارداتي شاتو د بندیز غوښتنه کوي.

د صادراتو لپاره د واحد سیسټم طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې له خوا په صادراتو کې د ښکېلو وزارتونو او ادارو لپاره د واحد سیسټم رامنځته کولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه او د نهايي پرېکړې لپاره اقتصادي کمېسیون ته واستول شوه.

نور راپورونه