کابل (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۳): د افغانستان د ماليې وزارت هغه اوازې رد کړې چې ګواکې د حکومتي کارکوونکو معاشونه کم شوي یا د معاشونو نورم تغییر کړی او وايي چې د حکومتي ادارو د کارکوونکو معاشات په روانه اونۍ کې د پخوا په څېر اجرا کېږي.
له څو ورځې را په دېخوا ځیني رسنیو او ټولنیزو شبکو کې داسې مطالب خپاره شول چې ګواکې د حکومتي چارواکو او کارکوونکو معاشات کم شوي دي.
خو د مالیې وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د تېرو څو ورځو راهيسې په رسنيو او ټولنیزو پاڼو کې چې د امارتي ادارو د معاشونو د نورم د تغیير په تړاو کوم لیستونه او اوازې خپرېږي چې په مطلق ډول ناسمې دي.»
سرچینې زیاته کړې، د ماليې وزارت سره له دې چې دا لیستونه او اوازې ردوي، خلکو ته ډاډ ورکوي چې د حکومتي ادارو د کارکوونکو معاشات به په دې اونۍ کې د پخوا په څېر اجرا شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP