منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۶ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

سوداګري او اقتصاد

۷،۲۵۳ راپورونه

راپورونه

غړي

د صنعتي ساحو قانون توشېح شو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د صنعتي ساحو قانون په یوه مقدمه، شپږو بابونو، ۱۱ فصلونو او ۶۷ مادو کې توشېح شوی دی.

غړي

له هراته امریکا، کاناډا او قزاقستان ته د مربا د صادراتو پیل

هرات کې مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د تولیدېدونکو محصولاتو صادرات کورنیو او نړۍوالو بازارونو ته ډېر شوي او تازه د هرات صنعتي ښارګوټي کې د تولید شوې مربا صادرات امریکا، کاناډا او قزاقستان ته پیل شوي دي.

غړي

افغانستان کې پانګونې ته د بلنې تر سرلیک لاندې غونډه جوړه شوه

چارواکو نن کابل کې پانګونې ته د بلنې غونډه کې له افغان پانګوالو وغوښتل چې افغانستان ته د خپلو پانګو په رالېږد سره د هېواد په پرمختګ کې برخه واخلي او هغوی وویل چې دلته د کارکوونکو له مالیې پرته، پانګوالو ته نور مالیات معاف شوي او فني بهرنیو کارکوونکو ته یې دوه کلنې ویزې هم ورکوي.

بامیان کې یوې نجلۍ د خیاطي کارګاه په جوړولو لسګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

د بامیان ولایت اوسېدونکې امنې اکبري چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل کېدو له امله له تحصیله پاتې شوې، د خیاطۍ یوې کارګاه په جوړولو په دغه ولایت کې لسګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

غړي

افغاني او ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

افغان او ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ راکړې ورکړې د ډېرېدو او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د لار نقشې د لاسلیکولو، د ترانزیټي لګښتونو کمولو او له ریل پټلۍ سره د چابهار نښلولو په اړه خبرې کړې دي.

غړي

د تدارکاتو کمېسیون ۱۷ پروژې منظور کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا درې میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۷ بېلابېلې پروژې منظور شوې.

نور راپورونه