منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۹ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

سوداګري او اقتصاد

۷،۲۵۳ راپورونه

راپورونه

غړي

د افغانستان د حکومت او خصوصي سکټور ګډ پلاوی قزاقستان ته ولاړ

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست د حکومتي او خصوصي سکټور یوه ګډ پلاوي په مشرۍ د افغان - قزاق په نړۍوال نندارتون او سوداګریز تواصل کنفرانس کې د ګډون او ​​د قزاقستان له چارواکو سره د‎ خبرو اترو لپاره د دغه هېواد الماتا ښار ته ولاړ.

غړي

افغانستان کې نوی بس موټر تولید شو

د اسلامي امارت ویاند وايي چې په افغانستان کې نوی بس موټر تولید شو او له دغه بسه به په هېواد کې د ښاري خدماتو لپاره کار واخیستل شي.

غړي

چین راتلونکي میلادي کال کې د افغانستان په ګډون د ۴۰ هېوادونو پر صادراتو ګمرکي تعرفې معافوي

د چین بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې مشر په دغه هېواد کې له افغان سفیر سره لیدنه کې ویلي، هېواد یې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان په ګډون د ۴۰ هېوادونو پر صادراتو ګمرکي تعرفې معافوي.

غړي

د غور ښاروالي: تېرو شپږو میاشتو کې مو څه باندې ۱۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

د فېروزکوه د ښاروالي مسوولین وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې یې څه باندې ۱۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي او د دغه ولایت له اوسېدونکو غواړي چې د خپلو مالیاتو او د خپلو جایدادونو د صفایي پیسو په ورکولو له دې ادارې سره همکاري وکړي.

غړي

د طوطي میدان ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت له یوه ازبکستاني شرکت سره د جوزجان ولایت د طوطي میدان ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک کړ او یاد شرکت به په لومړي کال کې ۱۰۰ میلیونه او په لسو کلونو کې یو میلیارد امریکایي ډالر پانګونه وکړي.

غړي

ملا نورالدین ترابي له چین څخه په تخنیکي او ترانسپورټي برخو کې د همکاریو غوښتنه وکړه

له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي اداره وایي چې د دې ادارې سرپرست په کابل کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې له یاد هېواده په تخنیکي، ترانسپورټي او نورو برخو کې د همکاریو غوښتنه وکړه.

غړي

په ترانزیټي باروړونکو موټرو کې د جي‌پي‌اېس لاکر لګولو تړون لاسلیک شو

د ترانسپورټ او مالیې وزارتونو او د افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ په ترانزیټي باروړونکو موټرو کې د ځېرک قفل (جي‌پي‌اېس لاکر) لګولو تړون لاسلیک او همدارنګه د پُستي کوډ او پُستي ادرسونو د پراختیا ملي پروګرام پیل شو.

نور راپورونه