منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۰ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

سوداګري او اقتصاد

۷،۲۵۳ راپورونه

راپورونه

غړي

ازبکستان د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د افغانستان د تازه مېوې صادراتو لپاره زمینه برابروي

د ازبکستان لومړي وزیر ویلي، تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پراخولو په موخه چمتو دی چې د دغه هېواد له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د افغانستان د تازه مېوې صادراتو لپاره هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي.

غړي

«يواېن‌ډي‌پي په افغانستان کې د ګټورو اقتصادي پروژو پلې کولو ژمنه وکړه»

د ماليې وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست د «يواېن‌ډي‌پي» له مشره وغوښتل چې په افغانستان کې سترې پراختیایي پروژې پيل کړي او هغه هم ژمنه وکړه، هڅه کوي له یاد وزارت سره په همغږي ګټورې اقتصادي پروژې پلې کړي.

غړي

ملا برادر: د ترمذ نړۍوال سوداګریز مرکز د کابل او تاشکند ترمنځ د همکارۍ نوی فصل دی

د افغانستان د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، د ترمذ نړۍوال سوداګریز مرکز په پرانیست‌غونډه کې ویلي چې دغه مرکز د کابل او تاشکند ترمنځ د همکاریو نوی فصل دی او ورسره به په دواړو هېوادونو کې د پانګونې فرصتونه، سوداګریزې اړیکې او کاري فرصتونه لا زیات شي.

غړي

د پېښور – تورخم لارې تړل کېدل؛ افغان سوداګر د میلیونونه ډالرو له زیان سره مخ دي

اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت وايي، د پېښور - تورخم لار له څه باندې یوې اونۍ راهیسې د «یو شمېر محدودو خلکو» له لوري بنده او شاوخوا دوه زره لارۍ درول شوې چې له امله یې افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اوړي.

غړي

د اوبو او برېښنا وزارت د ننګرهار د کانالونو ساتنې او مراقبت برخه کې هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

د اوبو او برېښنا وزارت وایي، له یوې جاپانۍ موسسې سره یې د ۷۱۰ زره ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسلیک کړی چې له مخې به یې ننګرهار ولایت کې د اوبو لګولو کانالونو د ۱۱ پروژو ساتنه او مراقبت ترسره شي.

غړي

«د افغانستان بانک به په تدریجي ډول د هېواد بانکي سکټور پر اسلامي بانکوالۍ بدل کړي»

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ خونې له رییس سره د خصوصي سکټور د پیاوړتیا، د سوداګرۍ د ودې او د بانکي سکټور د ټینګښت برخو کې د ګډو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

غړي

«جوزجان کې د غالۍ اوبدنې کارخونو کې ۱۳۰ زره کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې»

د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ رییس په دغه ولایت کې د غالۍ اوبدلو په ۸۰ کارخونو کې ۱۳۰ زره کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینې برابرولو خبر ورکوي، وایې چې د جوزجان په اقچه ولسوالۍ کې د تولید شوو غالیو پلور په نړۍوالو بازارونو کې ډېر شوی دی.

غړي

افغان او ترکمن چارواکو د ټاپي نل‌لیکې، ټاپ او تورغنډۍ رېل پټلۍ له پروژو لیدنه کړې

د بهرنیو چارو وزارت وایي، افغان او ترکمن چارواکو د هرات ولایت په تورغنډۍ کې د اوسپنې پټلۍ له سټېشن، له ټاپي نل‌ليکې او د ټاپ د برېښنا له لویو پروژو څخه لیدنه وکړه او د ټاپي نل‌ليکې د کار عملي پيل لپاره يې د دواړو خواوو چمتووالي وارزول.

غړي

«د پیسو مینځلو او له جرایمو راپیدا کېدونکو عوایدو مخنیوی د هېواد په ثبات او پرمختګ کې مرسته کوي»

د افغانستان بانک سرپرست وایي، د پیسو مینځل او له جرایمو راپیداکېدونکي عواید نه یوازې د یوه هېواد اقتصادي او مالي سیسټمونه کمزوري کوي، بلکې د جرمي فعالیتونو د پیاوړتیا او پراخېدو لامل هم کېږي.

نور راپورونه