منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۸ غ.و
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: ښه
برخه

سوداګري او اقتصاد

۷،۲۵۳ راپورونه

راپورونه

غړي

چین له افغانستان سره سل میلیون یوان مرسته کوي

کابل کې د چین سفیر د افغانستان د بهرنيو چارو له سرپرست سره د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې او وایي چې هېواد یې له افغانستان سره سل میلیونه چینایي یوان مرسته کوي.

غړي

د څه باندې لس میلیارد افغانیو په ارزښت د څلورو لویو کانونو د استخراج او پروسس تړونونه لاسلیک شول

د افغانستان کانونو او پټرولیم وزارت، له څلورو کورنیو شرکتونو سره د څه باندې ۱۰.۱۵ میلیارد افغانیو په ارزښت درېیو ولایتونو کې د څلورو لویو کانونو د استخراج او پروسس تړونونه لاسليک کړل.

غړي

د هلمند بُست پنبې او نباتي غوړیو شرکت روان کال ۶۰۰ ټنه کنجاړه او غوړي پلورلي

د افغانستان مالیې وزارت وایي چې د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو دولتي شرکت د تولید ظرفیت لوړ شوی او  د روان لمریز کال له پیله تر اوسه یې سل ټنه غوړي، ۵۰۰ ټنه کنجاره او ۶‍۱ زره چکۍ صابون تولید کړي دي.

غړي

د ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا لس میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۴ بېلابېلې پروژې منظور کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا لس میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۴ بېلابېلې پروژې منظور شوې چې په پلې کېدو به یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

غړي

لوګر کې د کرومایټ ۱۱ کانونو د استخراج له درکه ۱۵۰ میلیون افغانۍ عواید ترلاسه شوي

د لوګر د کانونو او پټرولیم ریاست چارواکي وایي، په تېر یوه کال کې یې په مرکز، محمداغه او ازره ولسوالیو کې د کرومایټ ډبرو د ۱۱ کانونو د استخراج چارې پيل کړې چې له درکه یې د حکومت بودجې ته  ۱۵۰ میلیون افغانۍ عواید تللي دي.

د پروان د ممیزو پروسس شرکت: د ښځینه کارکوونکو ډېرېدو ترڅنګ مو روسیې ته د صادراتو کچه هم لوړه شوې ده

د پروان د ممیزو پروسس شرکت د ښځینه کارکوونکو ۷۸ سلنه ډېروالي او روسیې ته د صادراتو دوه چنده کېدو په اړه خبر ورکوي او د دغه شرکت کارکوونکې خوشحاله دي چې د کار زمینه ورته برابره شوې ده.

نور راپورونه