د حیرتان بندر اوسپنې پټلۍ له لارې هره ورځ لس زره ټنه انتقالات کېږي
د بلخ اوسپنې پټلې ادارې مسوولین وایي چې د دغه ولایت د حیرتان سوداګریز بندر د اوسپنې پټلي له لارې هره ورځ شاوخوا لس زره ټنه توکي صادر او واردیږي.
د بلخ اوسپنې پټلې ادارې مسوولین وایي چې د دغه ولایت د حیرتان سوداګریز بندر د اوسپنې پټلي له لارې هره ورځ شاوخوا لس زره ټنه توکي صادر او واردیږي.
د جوزجان د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونه دغه ولایت کې کوچنیو او لویو سوداګریو ته د ښځو د لېوالتیا له ډېرېدو خبر ورکوي، وايي چې اوسمهال د سوداګریزو جوازونو اخیستو لپاره د پخوا په نسبت ډېرې ښځې مراجعه کوي.
د مالیې وزارت وايي، د ا.ا پلاوي او د ایران د مسوولینو ترمنځ هوکړه شوې چې له دې وروسته به په اسلامکلا، نیمروز او ابو نصر فراهي او د ایران لوري ته درې مقابل ګمرکونو کې سوداګرو ته ۱۶ ساعته ګمرکي خدمتونه وړاندې کېږي.
فراه ولایت ته له نورو ولایتونو تللي کسان وايي، په فراه ښار کې د شپې تېرولو لپاره هیڅ هوټل او میلمستون نه دی جوړ شوی.
مالیې وزارت وایې چې له کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ، د سوداګرۍ ودې او د دولتي عوایدو زیاتوالي اصل ته په کتو یې د نهه قلمه وارداتي توکو ګمرکي تعرفه لوړه کړې ده.
بلخ کې د کونځل غوړيو يو شمېر توليدوونکي وايي چې بهر ته د کونځل دانو صادراتو له امله په دغه ولایت کې د هغو د غوړيو بیه بېسارې لوړه شوې ده.
د پنجشېر سیمهییز مسوولین وایي چې په نهم ځل د اتیا زرو امریکايي ډالرو په ارزښت د دغه ولایت له کانونو ۲۷۴۶ قیراطه تازه استخراج شوي زمرد و پلورل شول.
هلمند کې د کبانو روزنې فارملرونکي وايي چې دوی خپلو فارمونو ته د کبانو بچي له پاکستانه راوړي چې لوړ لګښت پرې راځي او له حکومته غواړي چې په دې برخه کې د دوی ملاتړ وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې په ۲۰۲۳ کال کې د ۱،۹ میلیارد ډالرو په ارزښت پاکستان، ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان، چین او هند ته صادرات شوي دي.
ایران اسلامکلا بندر ته د دغه هېواد د باروړونکو موټرو پر راتګ د شل ورځني بندیز لرې کېدو خبر ورکوي او وايي چې دواړه لوري د سهار له ۷ د شپې تر ۱۱ بجو د دوغارون - اسلامکلا پولې په پرانیستو سره سلا شوي دي.
هلمند کې یو شمېر صنعتکاران وايي، له کله چې د کجکي برېښنا بنده شوې، د فابریکو کارونه یې له ځنډ او خنډ سره مخ شوي دي.
د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وايي چې د روان کال په لېندۍ میاشت کې د نفتي توکو څه باندې ۳۴۰۰ ټانکرونه بېکیفیته تثبیت شوي او له واردېدو یې مخنیوی شوی دی.
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزير ننګرهار ولايت ته د سفر پر مهال سوداګرو ته ډاډ ورکړی چې ستونزو ته به یې رسېدنه کېږي.
یمروز کې یو شمېر سوداګرو د سوداګریزو توکو پر مخ د تورخم لارې پر تړل کېدو اندېښنه ښودلې او وایي چې له دې امله یې سخت زیان لیدلی او له مسوولینو غواړي چې دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، له ترکمنستان سره یې د وارداتي برېښنا د پېر تړون د ۲۰۲۴ زېږدیز کال تر پایه وغځاوه.
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، په دغه ولایت کې د تېرکال په پرتله د جلغوزیو حاصلات ۶۰ سلنه کم شوي خو بیې یې بیا ۳۰ سلنه لوړې شوې دي.
د افغانستان د مالیې وزارت وایي، خصوصي شرکتونو ته د هغو پروژو د شوي کار، تضمیناتو او تأمیناتو پیسې ورکوي چې تېر حکومت کې له اختیاري بودجې ترسره شوې دي.
نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د نفتي توکو بیې ټیټې شوې خو د نورو لومړنیو خوراکي توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی.
د نيمروز ولايت د نورم او سټنډرډ اداره وایي، له ایرانه وارد شوي۳۰ ټانکره بېکیفیته تېل یې بېرته دغه هېواد ته مسترد کړي دي.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې له تاجکستان سره یې د وارداتي برېښنا تړون د ۲۰۲۴ کال لپاره تمدید کړ.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وايي، د کابل په ترمینلونو کې یې د نهو مسافروړونکو بسونو فعالیت ځنډولی او له ځینو یې اضافي څوکۍ لرې کړې دي.
هېواد ته د «فلای دوبی» هوايي شرکت د الوتنو له پیل وروسته «ایر عریبه» هوايي شرکت هم خبر ورکړی چې د جنورۍ په لسمه به د کابل او شارجې ترمنځ خپلې لومړنۍ دوه اړخیزې الوتنې پیلوي.
هرات کې د کلالۍ د یوازېنۍ کارګاه مسوولین وايي چې د ټولو کلالي توکو جوړولو وړتیا لري، خو د بازار نشتوالي له امله یې فعالیت محدود شوی دی.
نوي کابل بانک خبر ورکړی چې د مالي کال پای ته د رسېدو پروسې بشپړېدو په موخه، د دغه بانک ټولې څانګې د مرغومي میاشتې له ۷مې د ځلورو ورځو لپاره تړل کېږي.