ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوداګر: د تورخم لارې تړل کېدو زیانمن کړي یو

سوداګر: د تورخم لارې تړل کېدو زیانمن کړي یو

author avatar
31 Dec 2023 - 17:08
سوداګر: د تورخم لارې تړل کېدو زیانمن کړي یو
author avatar
31 Dec 2023 - 17:08

زرنج (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۲): نیمروز کې یو شمېر سوداګرو د سوداګریزو توکو پر مخ د تورخم لارې پر تړل کېدو اندېښنه ښودلې او وایي چې له دې امله یې سخت زیان لیدلی او له مسوولینو غواړي چې دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

د یادونې ده، د تورخم لار د روان کال د لړم میاشتې په ۳۰مه د باروړونکو موټرو پر مخ د پاکستان حکومت له خوا وتړل شوه.

نیمروز کې یوه سوداګر حاجي محمدیونس پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تورخم لارې له بندېدو وروسته په بندر عباس کې د توکو حجم ډېر شوی چې د توکو کرایه یې نږدې درې برابره لوړه کړې ده.

هغه زیاته کړه: «مخکې مو د تورخم له لارې مالونه راوړل، په موږ به تر کابله ۳۰۰۰ ډالر لګښت راته، خو اوس یې چې د ایران له لارې راوړو، موږ ته تر کابله تر ۸۰۰۰ ډالرو تمامېږي.»

هغه د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: «مخکې چې د تورخم لاره خلاصه وه، سوداګرو به خپل مالونه هم د تورخم له لارې او هم به یې د ورېښمو بندر له لارې راوړل، خو د تورخم لارې په بندېدو سره هېواد ته له پاکستانه ټول وارداتي توکی د ایران د بندرعباس له لارې واردیږي چې ډېر لګښت پرې راځي.»

نوموړي وویل: «د موټرو شمېر د سوداګرۍ له ډېرېدو او کمېدو سره مستقیمه اړیکه لري؛ د بېلګې په ډول که مخکې له ایرانه د ورځې ۱۸۰ موټر راتلل، اوس چې له پاکستانه د سوداګرو مالونه هم د ایران له لارې هېواد ته راځي، پر دغه بندر هم فشار ډېر دی او کم موټر راځي، موږ څو ورځې او څو اونۍ منتظر پاتې کېږو څو موټر پیدا کړو چې زموږ بار انتقال کړي.»

هغه وویل، د تورخم لارې تړل کېدل سوداګرو ته د مالي زیانونو اوښتو لامل هم کېږي.

دغه راز نیمروز کې یو بل سوداګر حاجي جواد زوري وویل چې د تورخم دروازې په تړل کېدو سره د ده ۳۰ ټنه صادراتي توکي بند پاتې دي او تر اوسه د مالونو کرایې له درکه ورته ډېر مالي زیان اوښتی دی.

نوموړي وویل، په یوه اونۍ کې د خپلو توکو د ځای لپاره دوه زره ډالر کرایه ورکوي.

هغه وویل چې مخکې له کراچۍ تر تورخم او بیا له هغه ځایه تر کابله د توکو پر انتقال ۳۰۰۰ ډالر لګښت راته، خو د تورخم لارې له تړل کېدو وروسته له کراچۍ د ایران تر بندرعباس، له هغه ځایه تر نیمروز او له نیمروزه تر کابله د توکو د انتقال لګښت ۸۰۰۰ ډالره راځي چې دا سوداګرو ته دروند او ملا ماتوونکی زیان دی.

سرچینې وویل: «د توکو لوړې بیې چې څومره منفي اغېز پر خلکو کوي، پر سوداګرو یې نه کوي؛ ځکه چې سوداګر په هر قیمت توکي راوړي، لګښت یې پر خپل جنس اچوي چې په نتیجه کې یې خلک زیانمنېږي.»

په دغه ولایت کې یوه بل سوداګر رحمت‌الله صدیقي هم ورته شکایت درلود او له مسوولینو غواړي چې د یادې ستونزې حل ته جدي پاملرنه وکړي.

د نیمروز د سوداګرۍ او پانګونې خونې عامل مدیر نجیب‌الله خاشرودي د سوداګرو ستونزو په تایید وویل چې د تورخم لارې له بندېدو وروسته هېواد ته ډېر توکي د بندرعباس له لارې راځي چې د کرایې لوړېدو لامل شوې ده.

هغه وویل، په دې وروستیو کې د سوداګرو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د افغانستان د عمومي ګمرکونو رییس مفتي عبدالمتین سعید نیمروز ته تللی و، د سوداګرو ستونزې یې په خپله اورېدلې او ژمنه یې کړې وه چې دې ستونزو ته به رسېدنه کوي.

د هغه په خبره، که څه هم د افغانستان د عمومي ګمرکونو رییس د تورخم لارې خلاصېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو ژمنه یې کړې چې دا اداره به تر خپله وسه د سوداګرو ستونزو د حل په خاطر هڅې وکړي.

نوموړي ویلي، هڅه کېږي څو له بندرعباسه د سوداګرو د موټرو تګ راتګ ډېر شي.

Visits: 37

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.