منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۴ غ.و
۱۳°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

فيچرونه

۳،۸۴۸ راپورونه

راپورونه

د طب پوهان: د کرونا درملنې لپاره د بتادین قطرې اغېز علمي اساس نه لري

د ​​کابل ځيني ښاریان او د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د کرونا ناروغۍ په مخنیوي او درملنه کې د «یو څاڅکي بتادین او لس څاڅکو اوبو» کارول ګټور بولي؛ خو د طب پوهان دا اوازه بولي او وايي چې دغه څرګندونې علمي بنسټ نه لري او خلک باید د ډاکټر له وړاندیز پرته له بتادین څخه استفاده ونه کړي.

غړي

پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو کورنۍ وايي، د ماشومانو ژوند دې یې وژغورل شي

پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو یو شمېر کورنۍ له مرستندویه موسسو او حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دوی د ماشومانو ژوند دې وژغوري، د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د خوارځواکۍ د کابو کولو لپاره د ځینو پروګرامونو له پیلېدو خبر ورکوي.

د طب پوهان: د عنبر لوګی د کرونایي ناروغانو لپاره خطرناک دی

د ټولنیزو پاڼو ځیني کاروونکي او کابل ښاریان د «عنبر» لوګی د کرونا لپاره ګټور بولي؛ خو ډاکترانو مضر بللی او له ښاريانو يې وغوښتل چې د کرونا ناروغۍ د نښو نښانو درلودو په صورت کې دې روغتون ته لاړ شي او له خپلسرې او دوديزې درملنې دې ډډه وکړي.

پوهان هغه خبرونه چې ګواکې د اومیکرون فرعي بڼه په نړۍ د کرونا پر غالبه بڼه بدلېږي، نه تاییدوي

طبي پوهان په دې اړه ادعا چې د اومیکرون فرعي بڼه (Omicron BA.2) به په نړۍ کې د کرونا ویروس له تر ټولو ډېرو خپرېدونکو بڼو، لومړی مقام خپل کړي، دقیق نه ګڼي او وايي چې تر اوسه د روغتیا نړیوال سازمان له خوا دغه ډول مورد نه دی تايید شوی.

تېره اوونۍ افغانستان کې ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره اوونۍ، په افغانستان کې ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، د افغانستان د شتمنۍ په اړه د بایډن فرمان له غبرګونونو سره مخ شو او ملګرو ملتونو تمه وښوده چې مارچ کې به د افغانستان لپاره ۴،۴ میلیارد ډالره مرسته تر لاسه شي.

غړي

جوزجان کې یو نابینا درې ځایه کار کوي

قاري مصور شجاع چې کلونه مخکې يې سترګې له لاسه ورکړې، درې ځایه کار کوي او د خپلې ۱۲ کسیزې کورنۍ سرپرستي هم ور له غاړې ده، وایي چې د نظام له بدلون سره یې کار زیانمن شوی خو د ښې راتلونکې لپار هيله لري.

د اسلامي امارت نیم کال پوره شو؛ لاسته راوړنې، فرصتونه او ننګونې څه وو؟

د زمري ۲۴مه هغه ورځ ده چې د افغانستان سیاسي نظام په کې بدل شو او د جمهوریت ځای اسلامي امارت ونیو، خو اوس وروسته له بدلونه په افغانستان کې څه بدلونونه راغلي؛ په امنیت، اقتصاد، داخلي او بهرني سیاست کې څه بدلونونه راغلي. نظامي، اقتصادي او د سیاسي مسایلو کارپوهان او د مخکني حکومت مسوولین څه ویل لري او د اوسني حکومت د مسوولینو ځواب هغو ته څه شی دی.

نور راپورونه