ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ په افغانستان کې ۶۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره اوونۍ په افغانستان کې ۶۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
26 Feb 2022 - 18:19
تېره اوونۍ په افغانستان کې ۶۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
26 Feb 2022 - 18:19

کابل (پژواک ۷ کب، ۱۴۰۰): تېره اوونۍ، افغانستان کې په داسې حال کې ۶۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې امريکا له سرپرست حکومت سره د دیپلوماسۍ دوام د ټولو په ګټه بولي او انس حقاني وايي، د رسميت پېژندنې چارې په خاموشانه ډول دوام لري.

د تېرې اوونۍ مهم سیاسي، امنیتي او اقتصادي خبرونه:

  • ټام وېسټ: د افغانستان له سرپرست حکومت سره د دیپلوماسۍ دوام د ټولو په ګټه ده.
  • انس حقاني: د «اسلامي امارت» د رسميت پېژندنې چارې په خاموشانه ډول دوام لري.
  • انتونیو ګوترېش: له افغانستانه هم د ترورېزم د خپرېدو ګواښ شته دی.
  • مولوي اميرخان متقي: د ګوترېش څرګندونې پاروونکې او د تخریبي ډلو هڅونه ده.
  • د افغانانو د شتمنۍ د وېش په اړه د بایډن فرمان بيا هم غبرګونونه سره مخ او امريکا د تاوان غوښتنه وشوه.
  • محب: هېواد ته د مخکني ولسمشر اشرف غني د ستنېدو اوازې بې بنسټه دي.
  • تېره اوونۍ په افغانستان کې ۶۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

مرګ ژوبله:

تېره اوونۍ په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او ۴۲ نور ټپيان دي. په دغې مرګ ژوبله کې د طبیعي پېښو مرګ ژوبله نه ده شامله.

د راپورونو له مخې، په کندهار ښار کې یوه امنیتي کس د تالاشۍ پر مهال پر یوې ریکشا ډزې کړې چې په پایله کې یې یوه مېرمن وژل شوې او دوې نورې ټپیانې شوي، د پکتیکا په یحیی خېل او د نيمروز په زرنج ښا کې یوه خاوندانو خپلې مېرمنې وژلې دي.

راپورونه ښيي، تېره اوونۍ د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو او امنيتي د ځواکونو تر منځ نښته شوې چې دوه تنه په کې وژل شوي او ۲۷ نور ټپيان دي.

دغه راز تېره اوونۍ، په پنجشېر کې د امنيتي د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې یو امنیتي سرتېری او د مقابل لوري اته کسان وژل شوي او د سمنګان په دره صوف پايين ولسوالۍ کې هم امنيتي ځواکونو يو کس «باغي» وژلي دي.

خپاره شوي راپورونه ښیي چې د پکتيا په مرکز ګردېز کې د تېر حکومت د یوه څارنوال جسد موندل شوی، هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو دوه کسان وژلي او يو ټپي کړی او د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو د مخکني حکومت د سرحدي پولیسو یو افسر پر ډزو وژلی دی.

تېره اوونۍ، د کندوز په ښار او امام صاحب ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو اووه واکسیناتوران وژلي، د فارياب په دولت اباد ولسوالۍ کې ناپيژاندو وسله والو يو کس وژلي دي او د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې يو تن د وسلې د استعمال پرمهال د بې احتياطۍ له امله پر ډزو د ځان په ګډون د کورنۍ څلور غړي ټپيان کړي او پلار يې وژلی دی.

د راپورونو له مخې، وړمه اوونۍ په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي. په دغې مرګ ژوبله کې د طبیعي پېښو مرګ ژوبله نه ده شامله.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د زمري میاشتي له تحول مخکې، هره اوونۍ سلګونو تنو ته په جګړو کې مرګ ژوبله اوښته.

 

د افغانستان د سرپرست حکومت رسميت پېژندنه

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی ټام ویسټ د افغانستان له سرپرست حکومت سره د دیپلوماسۍ دوام د ټولو په ګټه بولې او وایي، تر اوسه په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت لپاره هڅې بې پایلې دي.

ټام ویسټ دغه څرګندونې د مونیخ امنیتي غونډې په څنډه کې د افغانستان په اړه یوه ګردي مېز کې کړې دي.

د دې ترڅنګ، د افغانستان سرپرست حکومت لوړ پوړي چارواکي انس حقاني وايي، د اسلامي امارت د رسميت پېژندنې چارې په خاموشانه ډول دوام لري، په دې برخه کې پرمختګونه هم شوي او په کابل کې د لسګونو هېوادونو سفارتونو شتون هم د ياد خاموشانه حرکت له مرحلو څخه دي.

د بشري مرستو دوام

له هند څخه افغانستان ته د ۵۰ زره مټريک ټن غنمو د لېږد چارې پيل شوې، د ترکیې هم له افغانانو سره د ۱۶۷۰ ټنه بشري مرستو مرسته وکړه، ماليزيا هېواد پنځه ټنه بشري مرستې کابل ته راورسېدې او ياد هېواد له افغانستان ته سلو بورسونو د ورکړې ژمنه وکړه.

دغه راز، د افغانستان مرکزي بانک وایي، تېره اوونۍ د بشري مرستو په برخه کې د ۳۲ میلیونو ډالرو بله کڅوړه کابل ته راورسېده، د ناروې حکومت وویل، له افغانستان سره په بشري برخه کې نږدې لس میلیون ډالره مرسته کوي.

تېره اوونۍ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف وویل چې د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ افغانستان کې د ټولو دولتي ښوونځیو له ښوونکو سره د دوو میاشتو لپاره هره میاشت سل امریکايي ډالره مرسته کوي.

د افغانستان د کنګل شوي پېسو خلاصون او د غرامت غوښتنه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې په دغه هېواد کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د وېشلو اجرايي فرمان صادر کړ؛ د دغه فرمان له مخې، په امریکا کې د افغانستان د مرکزي بانک ۷ میلیارد ډالره کنګل شوې شتمني په دوو مساوي برخو وېشل شوې ده.

د فرمان له مخې، ټاکل شوې د دغو پیسو نیمه برخه (۳ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالر) افغانستان ته د بشردوستانه مرستو لپاره ورکړل شي او پاتې نورې د دې لپاره په امریکا کې ساتل کېږي چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې د بریدونو د ځینو قربانیانو کورونیو ته یې د غرامت په ډول د ورکړې قضیه روانه ده.

دغه فرمان بېلابېل کورني او نړيوال غبرګونونه له ځان سره لرل.

د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ په تړاو د امریکا تصمیم «غیر منطقي او ناعادلانه» بللی، ویلي یې دي چې دغه تصمیم باید ژر تر ژره لغوه شي.

په ننګرهار کې لسګونو معلولينو د يوه لاریون په ترڅ کې د امريکا له لوري د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه وکړه. دغه راز، په کابل کې يو شمېر مېرمنو په کابل د ملګرو ملتونو دفتر مخې ته د يو اعتراضي ناستې پر د افغانستان د کنګل شوې دخايرو په اړه د امريکا تصميم ناعادلانه وباله، د يادې پانګې د خلاصون ترڅنګ يې له امريکا د افغانستان په شل کلنه جګړه د قربانيانو د تاوان غوشتنه هم وکړه.

تېره اوونۍ، د کابل، پکتيکا او د پکتیا پوهنتونونو یو شمېر پوهنځیو استادانو د افغانستان د بانکي زېرمې په اړه د جوبايډن ناسمه پرېکړه وغندله او د کنګل شويو پيسو د خلاصولو غوښتنه يې وکړه. کابل کې يو شمېر ورزشکارانو هم د افغانستان د بانکي زېرمې په اړه د جوبايډن ناسمه پرېکړه وغندله او ويې ویل، بايډن د فغانستان پيسو د بنديدو صلاحیت نه لري.

دغه راز، د افغانستان بابکرخېلو قومي شورا له ملګرو ملتونو، اسلامي هېوادونو او د بشري حقونو له نورو نړيوالو ارګانونو غوښتي چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په ازادولو کې دې له افغانانو سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې، نړیوال بانک یوه طرحه چمتو کړې چې د هغې له مخې د افغانستان د بیارغونې په صندوق کې له یو میلیارد کنګل شوو پیسو څخه ۶۰۰ میلیون ډالر په افغانستان کې د زده کړو او اړمنو کورنیو لپاره ځانګړي کېږي.

له افغانستان د ترويزم د خپرېدو ګواښ په اړه څرګندونې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د (سلواغې په ۲۹مه) د مونیخ امنیتي غونډې کې ویلي چې ترهګر د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د ځان لپاره د ځای موندلو هڅه کوي او له افغانستانه هم د ترورېزم د خپرېدو ګواښ شته دی.

د دې ترڅنګ، د برېټانیې د کورني استخباراتو مشر کېن مېکالم ويلي، برېټانوي افراط پال هڅه کوي چې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي اميرخان متقي، په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي اندېښنې پر ځای نه بولي، وایي افغانان دا ډول څرګندونې پاروونکې او د تخریبي ډلو هڅونه بولي.

هغه یو ځل بیا ویلي چې د افغانستان حکومت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د چا په ضرر استعمال کړي.

افغانستان ته د اشرف غني راتګ

د تېر حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، کابل ته د پخواني ولسمشر اشرف غني د ستنېدو اوازې ناسمې بولي او وايي، غني د داسې «اساسي بحث» ملاتړ کوي چې د هېواد د ټولو وګړو استازیتوب په کې وي.

د افغانستان تېر حکومت د روان کال د زمري ۲۴مه له منځه لاړ او ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو، پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني په ګڼ شمېر چارواکي له کابله ووتل او غني دا مهال په عربي متحده اماراتو کې ژوند کوي.

دغه راز، ملګرو ملتونو، د نړۍ د دولتونو د مشرانو او بهرنیو چارو وزیرانو د نومونو له نوملړ څخه د افغانستان د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني او بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر نومونه لرې کړي دي.

د راپورونو له مخې، اوس د افغانستان د ولسمشر د نوم پر ځای یوازې «د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس» او د بهرنیو چارو وزارت وزیر د نوم پرځای یوازې «د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت» لیکل شوي دي.

Visits: 242

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.