ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ په افغانستان کې د مرګ ژوبلې کچه ۵۰ سلنه ټیټه وه

تېره اوونۍ په افغانستان کې د مرګ ژوبلې کچه ۵۰ سلنه ټیټه وه

author avatar
5 Mar 2022 - 17:44
تېره اوونۍ په افغانستان کې د مرګ ژوبلې کچه ۵۰ سلنه ټیټه وه
author avatar
5 Mar 2022 - 17:44

کابل (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۰): تېره اوونۍ په هېواد کې ۳۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو ترڅنګ یې، امریکا د افغانستان پر مالي راکړو ورکړو محدودیتونه کم کړل او چین او المان وویل چې په افغانستان کې د بشري ناورین کابو کولو په موخه نړیوالې غونډې جوړوي.

  • د سپټمبر د قربانیانو کورنیو، چین، ایران، پاکستان او ازبکستان: د افغانستان پانګه دې له کنګله وایستل شي.
  • ډیبرا لاینز د افغانستان له سرپرست حکومت سره له کار پرته له افغانانو سره مرستې ناشونې دي.
  • امریکا په افغانستان کې په سوداګرۍ او مالي راکړو ورکړو محدودیتونه کم کړل.
  • امریکا: دا مهال د افغانستان د سرپرست حکومت پر رسمیت پېژندنې ته تیار نه یو.
  • د افغانستان سرپرست حکومت: نړۍ دې له افغانانو سره د ښو اړیکو دروازې پرانیزي.
  • نړیوال بانک له افغانستان سره د یو میلیارډ ډالرو مرسته تصویب کړه.
  • چین او المان په افغانستان کې د بشري ناورین کابو کولو په موخه نړیوالې غونډې جوړوي.

مرګ ژوبله:

تېره اوونۍ په افغانستان کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي او ۲۴ نور ټپيان شوي دي؛ په دې کې د طبیعي پېښو مرګ ژوبله نه ده شامله.

د راپورونو له مخې، د پکتیا په ډنډپټان ولسوالۍ کې چاودنې درې کسان وژلي او شل نور یې ټپيان کړي او د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې د یوې سرګلولې چاودنې له امله دوه ماشومان ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.

راپورونه ښيي، د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې د لس کلن ماشوم ژوند واخيست، د ننګرهار د کامې ولسوالۍ په مربوطاتو کې له سينده د يوه ځوان جسد پيدا شوی دی؛ سرچینې وایي، د دغه ځوان په بدن کې د شکنجې نښې ښکاري.

دغه راز د راپور له مخې، د بادغيس په ابکمري ولسوالۍ کې یو هلک له خپل پلار سره له لفظي شخړې وروسته په تومانچه ډزې کړې چې له امله يې میره وژل شوې ده.

تېره اوونۍ، د فارياب په ميمنې ښار کې ناپېژاندو موټرسایکل سپرو د ګذر وکيل د ماښام له لمانځه وروسته کور ته د تګ پر مهال پر ډزو وژلي او د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د واده پر يوه موټر د امنيتي کسانو په ډزو کې يو کس وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

د راپورونو له مخې، وړمه اوونۍ په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او ۴۲ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د زمري میاشتې له تحول مخکې، هره اوونۍ سلګونو کسانو ته په جګړو کې مرګ ژوبله اوښته.

د افغانستان کنګل شوې پانګه او نړیوال غبرګونونه

تېره اوونۍ د امریکا په متحده ایالتونو کې د سپټمبر ۱۱مې پېښې د قربانیانو کورنیو، چین، ایران، پاکستان او ازبکستان د افغانستان د کنګل شوو پیسو د خلاصون غوښتنه وکړه. د افغانستان سرپرست حکومت هم تېره اوونۍ له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې پر افغانستان لګول شوي اقتصادي تحريمونه لرې کړي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د روسیې استازې انا اویستیګنیوا ویلي چې امریکا په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې له ورانۍ پرته هيڅ رغنده کار نه دی کړی او د اړتیا پر مهال نړیوالې ټولنې او غربي هېوادونو په بېلو پلمو له افغانستان سره خپلې مرستې درولې او دغه هېواد یې یوازې پرېیښی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) مشرې ډیبرا لاینز تېره اوونۍ وویل چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره له کار پرته له افغانانو سره مرستې ناشونې دي.

د امریکا متحده ایالتونو وروسته له هغه د افغانستان نږدې لس میلیارد ډالره پانګه کنګل کړه چې د افغانستان پخوانی حکومت له منځه ولاړ، ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو. له دغه بدلون سره پر افغانستان ځيني نور اقتصادي تحريمونه هم ولګول شول.

خو راپورونه ښيي چې د امریکا مالیې وزارت په افغانستان کې په سوداګرۍ او مالي راکړو ورکړو کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو په موخه تېره اوونۍ یو جواز صادر کړ چې له مخې يې د افغانستان خصوصي بانکونه کولای شي د پخوا په څېر له نړیوالو بانکونو سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د افغانستان مرکزي بانک د دغه اقدام هرکلی کړی.

د نوي حکومت پر رسمیت پېژندنه

د امریکا متحده ایالتونو پر افغانستان لګول شوي محدودیتونه تېره اوونۍ تر یوه بریده راکم کړل، خو د افغانستان لپاره د یاد هېواد ځانګړی استازی ټام ویست وايي، حکومت يې دا مهال د افغانستان د سرپرست حکومت د رسميت پېژندلو په اړه هیڅ تیاری نه لري.

ایران بیا وايي، که په افغانستان کې ټولګډون حکومت جوړ شي نو پر رسمیت به یې وپېژني.

افغان چارواکو تېره اوونۍ ویلي چې «تېري کوونکي هېوادونه» دې له افغانانو سره دښمني نه کوي، بلکې نړۍ دې له ورسره د ښو اړیکو دروازې پرانیزي، څو د احتمالي ننګونو مخنیوی وشي.

له افغانستان سره مرستې

نړیوال بانک په افغانستان کې له لوږې سره د مبارزې، روغتیایي سیسټم جوړېدو او اقتصادي ودې په موخه د یو میلیارد امریکايي ډالرو مرستې اعلان وکړ، ویې ویل چې دغه پیسې به د ملګرو ملتونو اړوند او نړیوالو نادولتي موسسو له لوري په افغانستان کې له لوږې سره د مبارزې، روغتیایي سیسټم جوړېدو، وړتیاوو ساتلو او اقتصادي ودې په موخه وکارول شي.

دغه راز، هند له افغانستان سره د ۵۰زره ټنو مرسته شوو غنمو لومړۍ جوپه (۲۵۰۰ ټنه) افغانستان ته راورسېدل او د ماليزيا چارواکي وایي چې هېواد يې له افغانستان سره د روغتیا، بشري مرستو او زده کړو په برخو کې همکاري کوي.

دغه راز نايجريا د افغانستان د بشردوستانه امانت له صدوق سره- چې د اسلامي همکاريو سازمان له لوري جوړ شوی- د يو میلیون ډالرو مرسته وکړه.

بشري حقونه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان په ۴۹مه غونډه کې په افغانستان کې پر بشري وضعیت د اندېښنې ښودو ترڅنګ د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو غوښتي چې بشري حقونو ته احترام وکړي او نړیوال بشري قوانین مراعات کړي.

هغه د افغانستان وضعيت ته په اشارې ویلي چې په یاد هېواد کې د نوي حکومت په راتلو سره، د بشري حقونو ځيني مدافع بنسټونه او سازمانونه د بشري وضعیت خرابېدو، په ځانګړي ډول، د ښځو او نجونو د حقونو په اړه اندېښمن دي.

دغه راز، د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو په برخو کې د امریکا متحده ایالتونو ځانګړې استازې رينا اميري ويلي چې د افغانستان د ثبات او ښې راتلونکې لپاره باید په دغه هېواد کې د نجونو او ښځو له استعدادونو او وړتیاوو استفاده وشي.

دا په داسې حال کې ده، د افغانستان سرپرست حکومت وایي چې د ښځو ټولو حقونو ته د شریعت په چوکاټ کې ژمن دی.

په دې وروستیو کې دولتي پوهنتونونه پیل شوي، نجونې هم ورځي او نن (د کب ۱۴) د پولیسو له اکاډمي هم یو شمېر نجونې فارغې شوې. د کورنیو چارو وزرات سرپرست سراج الدین حقاني وویل چې دغه فارغانې به پر دندو وګومارل شي.

د افغانستان د وضعيت په اړه ناستې

د راپورو له مخې، چين د افغانستان د بشري ناورين کابو کولو په موخه راتلونکې مياشت د ګاونډيو هېوادونو غونډه رابللې او ټاکل شوې دغه ناسته د مارچ په ۳۰مه پيل او دوه ورځې دوام وکړي.

دغه راز، د المان چارواکو اعلان کړی چې د روانې میلادي میاشتې په پای کې د بریتانیا په همکارۍ د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د یوې غونډې کوربه توب کوي.

Visits: 134

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.