منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۶ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

روغتیا

۴،۲۵۷ راپورونه

راپورونه

افغاني سره میاشت: د پولیو له منځه وړل د ټولو ګډ مسؤولیت دی

د افغاني سرې میاشتې مرستیال په قطر کې د پولیو د له منځه وړلو د نړیوالو نوښتونو په نوم کنفرانس کې، افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو د بهیر له بیا پیل سره، د پولیو د پېښو د زیاتوالي په تړاو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د پولیو له منځه وړل د ټولو ګډ مسؤولیت دی.

د پکتيا د سیدکرم او جاني‌خېلو خلک: د دغو ولسوالیو د ۳۰ بستریزو روغتونونو پاتې چارې دې بشپړې شي

د پکتيا د سيدکرم او جاني‌خېلو يو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغو ولسوالیو کې د دوو ۳۰ بستريزو روغتونونو ودانیو جوړولو چارې چې د تېر حکومت پر مهال پیل شوې وې، لا هم نیمګړې پاتې دي او غوښتنه کوي چې باید بشپړې شي.

د غزني د لرو پرتو ولسوالیو خلک روغتیایي خدمتونو ته لاسرسي کې له ستونزو سره مخ دي

د غزني د لرو پرتو ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي چې په سیمو کې یې نږدې روغتيايي مرکزونه نشته او که وي هم د نسايي ولادي څانګې نه لري چې له امله یې له ستونزو سره مخ دي او له حکومته غواړي څو د دوی دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

یونیسف: تېر کال مو څه باندې ۲۰ میلیون افغانانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي

د ملګرو ملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي چې په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې یې څه باندې ۲۰ میلیون افغانانو ته چې نیمايي یې ماشومان وو، د لومړنيو روغتیايي مراقبتونو خدمتونه وړاندې کړي دي.

سختې لارې او د روغتیايي امکاناتو کمښت؛ کران‌ومنجان کې د میندواره مېرمنو جدي ستونزې

د بدخشان ولایت د کران‌ومنجان په لرې پرته ولسوالۍ کې د یو شمېر ښځو لپاره زېږون د مرګ له خطر سره مل دی، په ځینو مواردو کې د مجهزو روغتیايي مرکزونو، وړ ډاکټرانو او مناسبو لارو نشتون د امیندواره ښځو د مړینې لامل کېږي.

جلالي د ازبېکستان له سفیر سره افغانستان ته د درملو او طبي تجهیزاتو د واردولو په اړه خبرې کړې

د عامې روغتیا وزارت وایي چې د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د ازبېکستان له سفیر سره د روغتیا برخه کې د همکاریو پراخولو او له دغه هېواده افغانستان ته د درملو او پرمختللو طبي تجهیزاتو واردولو په اړه خبرې کړې دي.

ډبلیواېف‌پي: د مالي سرچینو په برابرېدو سره افغانستان کې د خوارځواکۍ د ناورین مخه نیولای شو

د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی چې سږ کال به په افغانستان کې ۳.۵ میلیون ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي، خو دغه سازمان د کافي مالي سرچینو په برابرېدو سره کولای شي دې ستونزې ته رسېدنه  وکړي.

د عامې روغتیا وزارت: د بستري ناروغانو لپاره د خوړو یوې مېنو پر چمتو کولو کار روان دی

د کابل ښار په دوو دولتي روغتونونو کې پر ژېړي اخته د بستري ناروغانو پایوازان په داسې حال کې دغو ناروغانو ته د نامناسبو خوړو له ورکول کېدو شکایت کوي چې د عامې روغتیا وزارت وايي، د بستري ناروغانو لپاره د خوړو د یوې مېنو پر چمتو کولو کار روان دی.

پکتیا کې د هغه مور او پلار کیسه چې د خپل زوی له مرګ وروسته پر رواني ناروغۍ اخته شوي

د پکتیا د سیدکرم ولسوالۍ اوسېدونکی موسی‌خېل او مېرمن یې چې د زوی له مرګ وروسته ورته رواني ناروغي پيدا شوې، وايي، کوچنی زوی یې په مزدورۍ پسې خوست ته لېږلی و چې هلته یوه په هوټل کې د چاودنې له امله یې ژوند له لاسه ورکړ.

نور راپورونه