Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دایکنډي کې د نري‌رنځ پر ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ډېر شوی

نیلي (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۴): د دایکنډي د عامې روغتیا ریاست مسوولینو له نري‌رنځ سره د مبارزې نړی‌والې ورځې په نمانځغونډه او عامه پوهاوي پروګرام کې وویل چې تېر زېږدیز کال ۷۸۰ تنه پر دې ناروغۍ اخته شوي.

د دایکنډي د عامې روغتیا ریاست د نري‌رنځ د کنټرول ولایتي مسوول سیداسحاق حسیني وویل چې په ۲۰۲۴ کال کې پر دې ناروغۍ د مشکوکو ۱۵۱۲۲ کسانو له ډلې د ۷۸۰ کسانو ټسټ مثبت تشخیص شوی دی.

د هغه په خبره، نسبت تېرو کلونو ته پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ډېر شوی.

ورته مهال، دایکنډي کې د (MOVE) موسسې مسوول ډاکټر محمدحسن مظفري وویل چې د دوی د شمېرو له مخې، هر کال دغه ولایت کې د یادې ناروغۍ له امله ۱۰ کسان ژوند له لاسه ورکوي.

هغه وویل څو لاملونه کولای شي چې پر نري‌رنځ د اخته کسانو شمېر کم کړي چې تر ټولو مهم یې د ټولنې د پوهاوي کچې لوړول دي.

د دایکنډي د عامې روغتیا رییس ډاکټر غني صمیم له نري‌رنځ سره د مبارزې نړې‌والې ورځې نمانځغونډه پروګرام کې د دې ناروغۍ د مقابلې لپاره د عامه پوهاوي رول مهم یاد کړ.

د هغه په خبره،، د دغې ناروغۍ په اړه پوهای یوازې د روغتیایي کارکوونکو مسوولیت نه دی، د ټولنې ټول خلک باید دې برخه کې خپل رول ولوبوي.

د دایکنډي د عامې روغتیا رییس وویل چې د دغه ولایت د نري‌رنځ د تشخیص او درملنې مرکزونه په وړیا ډول د خلکو په خدمت کې دي.

ورته مهال، د (MOVE) موسسې د اطلاعاتو یوه مسوول طاهر رضایي د دې موسسې په روغتیايي مرکزونو کې د ثبت شوو شمېرو له مخې وویل چې له ۲۰۲۰ کال څخه د ۲۰۲۴ کال وروستیو پورې په نري رنځ د اخته کسانو شمېر ډېر شوی دی.

نوموړي وویل چې په ۲۰۲۰ کال کې د ۲۳۲ کسانو ټسټ مثبت و، په داسې حال کې چې تېر کال د دغې موسسې په روغتیایي مرکزونو کې ۴۰۱ کسان پر دغې ناروغۍ اخته تشخیص شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.