بادغېس کې د یوه واده ۱۵۰ ګډونوال مسموم شوي
د بادغېس ولایت په سنګاتش ولسوالۍ کې د واده ۱۵۰ ګډونوال مسموم شوي دي. د بادغېس د ولایتي روغتون رییس ډاکتر امیرمحمد مشواڼي د زمري په ۵مه د شپې ناوخته پژواک اژانس ته وویل چې…
د بادغېس ولایت په سنګاتش ولسوالۍ کې د واده ۱۵۰ ګډونوال مسموم شوي دي. د بادغېس د ولایتي روغتون رییس ډاکتر امیرمحمد مشواڼي د زمري په ۵مه د شپې ناوخته پژواک اژانس ته وویل چې…
د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي وایي چې د ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو په ګډون لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لري او له مسوولینو غواړي چې د دوی ټولنیزو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د دایکنډي میرامور ولسوالۍ د اشتوی ګیرو سیمې یو شمیر اوسېدونکي معیاري روغتیايي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او په دې سیمه کې د معیاري روغتیايي مرکز جوړېدو غوښتنه کوي. هغوی وایي، د…
د هلمند مارجې ولسوالۍ د «بلند دښت» سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، سره له دې چې په دې سیمه کې زرګونه کورنۍ ژوند کوي خو بیا هم روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري. د مارجې…
ننګرهار کې مسوولین وايي، پاکستان ته له پاسپورټ پرته د ناروغانو د لېږد ځانګړي کمېسیون معرفي کولو له لارې په تېرو درېيو مياشتو کې شاوخوا ۲۰ زره ناروغان او د هغوی پایوازان دغه هېواد ته تللي دي.
د خوست عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې له ۳۵۰ کلينيکونو څخه ٣٠٠ يې د فعاليت کولو قانوني جوازونه نه لري.
غور کې ډاکټران د ښار په کثافتدانیو کې د کارول شوو طبي توکو اچول ناسم ګڼي او وايي، دغه چاره د خطرناکو انتاني ناروغیو لامل ګرځي. دوی وايي، د فېروزکوه ښار په بېلابېلو ناحیو کې…
د بامیان د ورس ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي معیاري روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله اندېښنه څرګندوي او وايي، ځیني وخت ناروغان د روغتیايي مرکزونو لرېوالي له امله په لاره کې ژوند له لاسه ورکوي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، د مارچ میاشتې له پیله تر اوسه په هېواد کې ۶۶۸ کسان په کانګو ناروغۍ اخته شوي چې له دې ډلې ۶۷ مړه شوي دي.
د هلمند عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د روان کال په لومړۍ ربعه کې څه باندې ۲۱ زره خوارځواکه ماشومان ثبت شوي، خو تېر کال په همدې موده کې دغه شمېر څه باندې ۱۶ زره و.
سږ کال په زړه سوري ماشومانو درملنې لپاره د افغاني سرې میاشتې ټولنې ۳۰ میلیونه افغانۍ او سره صلیب ۱،۹ میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د وینه بهوونکې تبې یا کانګو ناروغۍ د مثبتو پېښو له زیاتېدو خبر ورکوي او له هېوادوالو یې غوښتي چې له دې ناروغۍ ځانونه وساتي او پر وړاندې یې ځانګړي وقایوي تدابیر ونیسي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، د هېواد سوېلي زون پنځو ولایتونو کې ګوزڼ (پوليو) واکسين پيل شو چې په دې دوره کې به څه باندې ۱،۷ میلیونه ماشومان واکسین شي.
که څه هم ډاکتران د بدن اوبو کموالي د مخنیوي لپاره، د ډېرو اوبو څښلو سپارښتنه کوي، خو وايي، په یخچال کې د اوبو یخولو لپاره د پلاستیکي بوتلونو کارول د جانبي عوارضو لامل کیږي او باید له اوبو یې استفاده ونه شي.
د بادغیس عامې روغتیا ریاست وايي، د دغه ولایت په مرکز قلعهنو ښار کې د انتاني ناروغیو درملنې ۲۰ بستریز روغتون جوړ او پرانیستل شو. د بادغیس عامې روغتیا رییس ډاکټر عجبخان حمیدي پژواک خبري…
د کونړ وټهپور ولسوالۍ اړوند د څپري سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي چې هیڅ ډول روغتيايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
اروزګان کې د پولیو واکسین درې ورځنی کمپاین په داسې حال کې پیل شو چې د واکسین برخې مسوولین وايي، په دغه ولایت کې له هر کمپاینه څه باندې ۳۵ زره ماشومان له واکسینه پاتې کېږي.
لوګر کې روغتيايي مسوولين وايي، په دغه ولايت کې د ٧٥٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوو څلورو روغتيايي مرکزونو فعاليت پيل کړ.
اروپايي ټولنه وايي، له افغانستان سره د دې ټولنې سل ټنه مرسته شوي طبي توکي او درمل نن کابل ته راورسېدل.
فراه کې مسوولین وايي، په دغه ولایت کې یو شمېر هغو روږدو چې مخکې یې درملنه شوې، بېرته نشو ته مخه کړې ده خو حکومت پلان لري دغه کسان یو ځل بیا راټول کړي او درملنه یې وکړي.
د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار د قلبرس سیمې یو شمېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي د اندېښنې په څرګندولو وايي، اړ دي تروې اوبه وکاروي چې له امله یې…
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي، هېواد ته د بېلابېلو ساري ناروغیو د رالېږد مخنیوي په موخه په تورخم کې د مسافرو معاینې لپاره د سکریننګ مرکز جوړوي.
د کونړ عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې یو شمېر کورنۍ نه غواړي چې ماشومانو ته یې د ګوزڼ واکسین تطبیق شي.