ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغیس کې د انتاني ناروغیو درملنې ۲۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

بادغیس کې د انتاني ناروغیو درملنې ۲۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

author avatar
16 Jul 2023 - 18:30
بادغیس کې د انتاني ناروغیو درملنې ۲۰ بستریز روغتون پرانیستل شو
author avatar
16 Jul 2023 - 18:30

قلعه‌نو (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۲): د بادغیس عامې روغتیا ریاست وايي، د دغه ولایت په مرکز قلعه‌نو ښار کې د انتاني ناروغیو درملنې ۲۰ بستریز روغتون جوړ او پرانیستل شو.

د بادغیس عامې روغتیا رییس ډاکټر عجب‌خان حمیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد روغتون د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیواچ‌او) په مالي مرسته جوړ شوی دی.

 د نوموړي په خبره، په دغه روغتون کې- چې د دوو متخصصو ډاکټرانو په ګډون ۴۸ روغتیایي پرسونل لري- د انتاني ناروغیو (توبرکلوز، کلورا، ملاریا او نورو مکروبي ناروغیو) په برخه کې به د یاد ولایت د اوسېدونکو ۵۰ سلنه ستونزې هوارې شي.

دغه راز، په بادغیس کې د عامې روغتیا مدیریت او د افغانستان ریسرچ کورسونو سرپرست نقیب‌الله شریفي پژواک ته وویل، د یاد روغتون فعالیت نن پیل شو او تر پنځو میاشتو به دوام ولري او ښايي خدمات یې تمدید شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.