ننګرهار کې د پولیو ثبت شوو تازه پېښو خلک اندېښمن کړي
په ننګرهار کې د پولیو وروستیو څلورو مثبتو پېښو ثبتېدل خلک اندېښمن کړي او له اړوندو مسوولينو يې د مخنيوي لپاره د جدي اقدماتو غوښتنه کوي.
په ننګرهار کې د پولیو وروستیو څلورو مثبتو پېښو ثبتېدل خلک اندېښمن کړي او له اړوندو مسوولينو يې د مخنيوي لپاره د جدي اقدماتو غوښتنه کوي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، په تېر یوه کال کې یې په اروزګان کې له ۶۴ زرو ډېرو ماشومانو او ښځو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي دي. افغاني سرې میاشتې نن (سهشنبه) په یوه…
د طب برخې پوهان د امېدوارو مېرمنو له لوري پهخپل سر د درملو کارول زیاناړونکي بولي او وايي، پهخپل سر له درملو استفاده د ماشوم د سقط، له مودې مخکې زېږون او د جنین سوء شکل لامل ګرځي.
اړینو روغتیایي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله د تخار یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکو له شکایت وروسته، د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست له لرو پرتو سیمو د تخار مرکز ته د ناروغانو لېږدولو په موخه د پنځو مجهزو امبولانسونو د وېش خبر ورکوي.
د کندهار ښار په عینو مېنه کې د ۷۱ سوداګرو په ګډې پانګونې سره د ۵۰ میلیون ډالرو په لګښت د «سنو فارما» په نوم د درملو د تولید یوه لویه فابریکه پرانیستل شوه.
د جوزجان د عامې روغتیا ریاست په دغه ولایت کې پر رواني ناروغیو د اخته کسانو شمېر ډېرېدو خبر ورکوي او وایي، ډېری دغه ناروغان ځوانان دي.
د اروزګان د چارچینو ولسوالۍ د «اوشي» سیمې اوسېدونکي وايي، په سیمه کې يې روغتيايي مرکز نشته چې له امله یې له ستونزو سره مخ دي.
د عامې روغتیا وزارت د کانګو ناروغۍ پېښو پر ډېرېدو اندېښنه څرګندوي او وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې د دې ناروغۍ ۹۱ مثبتې پېښې ثبت شوې چې له امله یې تر اوسه څلور…
د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، په تېر یوه کال کې په دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ اخت ۲۸ زره ماشومان ثبت شوي چې له ډلې یې ۴۲۰ ماشومان مړه شوي دي.
د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره وايي، په تېرو دوو میاشتو کې یې د څه باندې ۱۱۰۰ قلم درملو، ۱۳۰ ټنه غذايي توکو او زرګونه کارټن بېکیفیته او تاریختېر انرژي او شېدو راټولولو ترڅنګ، په کابل ښار کې یې ۶۹ درملتونونه د بېلابېلو لاملونو پر اساس تړلي دي.
د جوزجان د عامې روغتیا ریاست وایي، په دغه ولایت کې د کانګو ناروغۍ خپرېدو له امله د یوه ډاکټر په ګډون دوه کسان مړه شوي او پنځه روغتیایي کارکوونکي پرې اخته شوي دي، خو د اخته کسانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.
له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق وايي، په وروستیو درېیو میاشتو کې يې له پنځه کلنو کمعمره ۱۴۰ زره ماشومانو ته چې له سختې خوارځواکۍ ځورېدل، تقویتي مواد وېشلي دي.
د عامې روغتیا وزارت مسوولین د سپيانو داړلو پېښو له ډېرېدو خبر ورکوي او وايي، په هېواد کې د دغو ناروغانو لپاره کافي بودجه او واکسین نشته.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې پر ساري ناروغیو د اخته کسانو درملنې لپاره ۲۰ بستریز روغتون پرانیستل شو.
کندهار (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۲) د کندهار عینو مېنې په ۳۵۰ بستریز روغتون کې د لومړي ځل لپاره د ۴۰ میلیون افغانیو په ارزښت د اېم ار ای ماشین فعال شو. په دې اړه نیول شوو مراسمو کې د عامې…
د بلخ د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې د کانګو ناروغۍ ۱۰ مثبتې پېښې ثبت شوې چې له امله یې دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دى.
افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان مشر وايي، دغه سازمان خپل له ۵۰ ډېر شریکان هڅولي څو له افغانانو سره روغتیايي مرستې وکړي.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ یوه بله پېښه د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې ثبت شوه. د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د نازیانو…
اوچا په افغانستان کې روغتیایي اړتیاوو ډېرېدو ته په اشارې ویلي چې په روان کال کې دغه هېواد کې ۱۵.۶ میلیون کسانو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو لپاره ۴۴۹،۹ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.…
د پکتیا عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په مرکز کې د انتاني ناروغیو له ځانګړي روغتون سره د ۵۲ میلیون افغانیو معادل وسایلو او درملو مرسته وشوه او په فعالیت يې…
د غور ولایت د دولینه ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي د متخصص او ښځینه ډاکټرانو له نشتوالي او د روغتیایي خدمتونو له ټيټ کیفیته شکایت کوي او وايي، حکومت باید دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.
افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، په تېرو لسو میاشتو کې یې له ۱۱۰۰ ډېر د زړه سوري پر ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې په موخه د کابل ښار روغتونونو ته ورپېژندلي دي. د افغاني سرې…
د بدخشان په ۱۳ ولسوالیو کې له شلو ډېر د لرو کلیو اوسېدونکي وایي، روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او په سیمو کې یې د لازمو روغتیایي امکاناتو او مرکزونو درلودل ورته یو خوب ښکاري.