کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د عامې روغتیا وزارت د کانګو ناروغۍ پېښو پر ډېرېدو اندېښنه څرګندوي او وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې د دې ناروغۍ ۹۱ مثبتې پېښې ثبت شوې چې له امله یې تر اوسه څلور کسان مړه شوي دي.
کانګو (وینه بهوونکې تبه) ګډه حیواني او انساني ناروغي ده چې د کنې چیچلو، د وینې او یا پر دې ناروغي اخته څاروي غوښې خوړلو له لارې روغ انسان ته انتقالېږي.
په تېرو دوو میاشتو کې د دې ناروغۍ لسګونه پېښې ثبت شوې دي
د عامې روغتیا وزارت د زونوسیس ناروغیو مسوول ډاکټر فخرالدین ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د روان کال له پیل څخه تر اوسه په هېواد کې د کانګو تبې ۹۱ پېښې ثبت شوې چې له امله یې څلور کسان مړه شوي دي.
د نوموړي معلوماتو له مخې، د ثبت شوو شمېرو له مخې، ډېرې دا پېښې په کابل، کندهار، جوزجان، هرات او بلخ ولایتونو کې دي.
هغه یاده ناروغي مخ په ډېرېدو وبلله، ويې ويل، په تېر ټول کال کې د هېواد په کچه د دې ناروغۍ ۳۴۰ او د مړینې ١٢ او په ۱۴۰۰ کال کې د دې ناروغۍ ٨٧ او د مړینې ۵ پېښې ثبت شوې دي.
نوموړي د شمېرو ډېرېدل د اندېښنې وړ بولي او وايي، سره له دې چې د عامې روغتیا وزارت ټولو ولایتونو ته درمل او وینې کڅوړې لېږلي او په دې اړه یې د جومات ملا امامانو، قصابانو، په ښوونځیو کې زده کوونکو او روغتیایي کارکوونکو ته پوهاوی ورکړی دی.
هغه زیاته کړه چې د روغتیا نړۍوال سازمان په مرسته د هېواد په مرکز او ولايتونو کې ۵۰ نرسان او ۴۰ متخصص ډاکټران د کانګو ناروغانو ته د خدماتو لپاره روزل شوي دي.
د سرچینې معلوماتو له مخې، د خلکو پوهاوي کچې لوړولو او د دې ناروغۍ له زیاتېدو مخنیوي په موخه یې دوه سوه زره بروشورونه او ۱۵۰ زره پوسټرونه چاپ کړي دي.
د کانګو(وینه بهوونکې تبه) ناروغي څه ده او څه باید وکړو؟
د کابل په وزیر محمداکبرخان روغتون کې د داخله ناروغیو عمومي متخصص ډاکټر سید فریدشاه رفيعي وايي، دا ناروغي له حیواناتو انسانانو ته د کنې په وسیله انتقالېږي او د سختې ناروغۍ لامل کېږي، په پایله کې د بدن په بېلابېلو برخو کې د وینې بهېدو او مړینې لامل کیږي.
د هغه په وینا، د یادې ناروغۍ نښې سخته تبه، د عضلو درد، د وجود له ځینو برخو کې وینه بهېدل لکه د پوزې وینه، د وریو وینه، د پوستکي لاندې وینه او غایطه موادو کې وینه د یادې ناروغۍ نښې دي.
هغه زیاته کړه، شپانه، کروندګر، مالداران، اشپزان، ډاکټران او قصابان هغه کسان دي چې پر یادې ناروغۍ د اخته کېدو له ډېر ګواښ سره مخ دي.
نوموړي سپارښتنه وکړه، له دې امله چې د کانګو ناروغي ساري او خطرناکه ده، ناروغ باید ژر تر ژره روغتیایي مرکز ته ولېږدول شي او پر خپل سر درملو له خوړلو ډډه وشي.
د هغه په وینا، د څارویو حلالولو او د غوښې پخولو پر مهال دې له دستکش او ماسکه ګټه واخیستل شي او وروسته له هغې لاسونه په اساسي ډول په صابون او اوبو ومینځل شي.
دغه راز، د کابل د انتاني ملي او تخصصي روغتون د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر فریدالله عمري وایي، وینه بهوونکې تبه یا کانګو یوه سخته او ویروسي ناروغي ده چې د کنې له لارې له یوه څاروي بل څاروي ته، د اخته څاروي او کنې له لارې هغه کس ته چې څاوری حلالوي او له اخته انسانه روغ انسان ته لېږدېږي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










