یونیسف: افغانستان کې زرګونه ماشومان ښايي د سختې خوارځواکۍ له امله ژوند له لاسه ورکړي
له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو لپاره د ځانګړو خوړو برابرولو برخه کې د بودجې له سخت کمښت سره مخ دي.
له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو لپاره د ځانګړو خوړو برابرولو برخه کې د بودجې له سخت کمښت سره مخ دي.
ډاکټران له غوږۍ (هډفون) څخه دوامداره ګټه اخیستل د اورېدلو سیستم لپاره خطرناک بولي او وایي، دا چاره په اوږدمهال کې د شخص د کڼېدو لامل ګرځي.
د کابل په علياباد روغتون کې په داسې حال کې د سرطان ناروغۍ درملنې لپاره څانګه پرانیستل شوه چې هلته د سرطان د درملنې «جامع مرکز» هم جوړېږي او یوه نړۍوال سازمان ورسره د ۲۴ میلیون ډالرو مرستې ژمنه هم کړې ده.
د بغلان د مرکز پلخمري اړوند په شهابالدین سیمه کې د لومړي ځل لپاره یوه روغتيايي مرکز فعالیت پيل کړ. د دغه ولایت مسوولین وايي، په یاده سیمه کې شاوخوا څلور زره کورنۍ ژوند کوي چې…
د افغانستان او ایران د عامې روغتيا وزيرانو د روغتيا په برخه کې پر ځينو مسایلو خبرې کړي او دواړو لورو په دې اړه پر ګډو همکاریو ټینګار کړی دی.
د زابل عامي روغتیا ریاست په چوکاټ کې نن د دغه ولایت په مرکز کې د روږدو درملني ۵۰ بستریز روغتون پرانیستل شو.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، د دغه ولایت په مرکز پل علم کې د رواني ناروغانو د درملنې دوه مرکزونه پرانیستل شول.
د بغلان د عامې روغتیا ریاست وايي، د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې د سل زره امریکایي ډالرو په ارزښت د توبرکلوز (نري رنځ ) ناروغۍ د تشخیص لوړ ظرفیتلرونکی نوی ماشین فعال شو.
یوه افغان ډاکټر په تېرو شاوخوا نهو کلونو کې د جراحي عملیاتو له لارې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې په وړیا ډول د شاوخوا ۶۰۰۰ هغو ماشومانو درملنه کړې چې شونډې یې چاک وې.
د زابل عامې روغتيا ریاست وايي، نن د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ماشومانو خوارځواکۍ او د ښځو د وینې کمښت (کمخونۍ) ناروغیو د مخنیوي کمپاین پيل شو. د یاد ولایت د…
د عامې روغتيا سرپرست وزير له نړۍوالو همکارانو غوښتي چې د روغتیا نړۍوالې اسمبلۍ او د ختیځې مدیترانهيي حوزوي سازمان کې د افغانستان استازیتوب ترلاسه کولو کې ورسره همکاري وکړي، څو د هېواد روغتیایي لومړیتوبونه…
د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان وکړ چې کرونا ناروغي (کویډ-۱۹) -چې په تېرو درېیو کلونو کې یې د میلیونونو انسانانو ژوند واخیست- نور یو بېړنی نړۍوال روغتیایي وضعیت نه دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست ایران ته د سفر پر مهال د دغه هېواد د ولسمشر له مرستیالې سره د روغتیا په برخه کې پر دوهاړخیزو همکاریو خبرې وکړې.
د قابلهګانو له نړۍوالې ورځې سره هممهاله، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي چې نړۍ له ۹۰۰ زره د اړینو روغتیايي خدمتونو وړاندېکوونکو له کمښت سره مخ ده.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د سرپرست ډاکټر قلندر عباد په مشرۍ پلاوی د «جي۵» کنفرانس کې د ګډون په موخه ایران ته تللی دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د کمو پېښو ثبتېدا خبر ورکړی او ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې یوازې دوه ماشومان پر پولیو اخته شوي دي.
د پکتیا ولایت په مرکز او درېیو ولسوالیو کې نن اووه نوو ګرځنده روغتيايي ټیمونو په فعالیت پیل وکړ.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د عامې روغتیا ریاست له لوري د نجونو په ګډون له ۳۰۰٠ کسانو د نرسنګ او قابلګۍ برخو کې د زدهکړو لپاره د کانکور ازموینه واخيستل شوه.
د کندهار روغتیايي سرچینې وايي، تېر کال په دغه ولایت کې پر تلاسیمیا ناروغۍ اخته ماشومانو ۸۵۰ پېښې ثبت شوې او دغو ناروغانو ته ۱۳ زره ۵۰۰ یونټه وینه ورکړل شوې ده.
د خوست ولایت روغتيايي مسوولين وايي، د هغو ۸ روغتيايي کلينيکونو د فعالولو لپاره يې هڅې پيل کړې چې ودانۍ يې څو کاله وړاندې جوړې شوې دي.
د بامیان د پنجاب او ورس ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي د روغتیايي خدمتونو له ټيټ کیفیت او په کلینیکونو کې د درملو له کمښته شکایت کوي او وايي، د دغې ستونزې له امله په ځینو مواردو کې ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د لوګر يو شمېر اوسېدونکي او پر نشهيي توکو روږدي کسان وایي، په دغه ولایت کې دې د روږدو د درملنې لپاره اسانتیاوې ډېرې شي.
د کونړ د عامې روغتيا ریاست وايي، په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۵۱ نوي روغتيايي مرکزونه جوړ شوي دي.
د هلمند عامې روغتيا ریاست وايي، د دغه ولایت په مرکز او پنځو ولسوالیو کې ۱۰ نوو روغتيايي مرکزونو فعالیت پیل کړ.