ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر اوسېدونکي: د روږدو درملنې لپاره دې اسانتیاوې ډېرې شي

د لوګر اوسېدونکي: د روږدو درملنې لپاره دې اسانتیاوې ډېرې شي

author avatar
2 May 2023 - 11:28
د لوګر اوسېدونکي: د روږدو درملنې لپاره دې اسانتیاوې ډېرې شي
author avatar
2 May 2023 - 11:28

پل علم (پژواک، ١٢ غویی ۱۴۰۲): د لوګر يو شمېر اوسېدونکي او پر نشه‌يي توکو روږدي کسان وایي، په دغه ولایت کې دې د روږدو د درملنې لپاره اسانتیاوې ډېرې شي.

بل لورته، حکومتي مسوولين وايي چې د روږدو د درملنې لپاره يې جدي هلې ځلې پيل کړې دي.

د روږدو کسانو له ډلې ۴۵ کلن رحیم‌الله -چې  ۱۳ کاله وړاندې په ایران کې پر نشه‌یي توکو روږدی شوی- پژواک ته وویل، له تېرې یوې میاشتې راهیسې په «ارسلا جمال» روغتون کې د نشه‌یي توکو پریښودو لپاره بستر شوی، خو په روغتون کې د مناسب ځای او اسانتیاوو نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دى.

نوموړي له عامې روغتیا وزارت او د لوګر له ولایتي ادارې څخه وغوښتل چې په دغه ولایت کې پر نشه‌يي توکو د روږدو د درملنې لپاره اساسي روغتون جوړ کړي.

هغه وایي: «۱۳ کاله کېږي چې په نشه‌يي توکو اخته یم، د بدو دوستانو له لوري هڅول شوی وم، اوس د امنيتي ځواکونو له لوري نیول شوی یم او تر درملنې لاندې یم، خو دا ځل ټينګه اراده لرم چې نشه پرېږدم او خپل عادي ژوند ته وګرځم.»

دغه‌راز د لوګر يو بل اوسېدونکی حاجي روح‌الله د روږدو راټولولو کمپاین او درملنه یو مثبت ګام بولي، خو دغه ولایت کې د روږدو د درملنې لپاره د مناسب ځای او اسانتیاوو پر برابرولو کولو ټینګار کوي.

هغه وویل، ډېری کسان د وزګارتیا له امله پر نشه‌يي توکو روږدي کېږي، بايد حکومت د وزګارتيا کچه ټيټه کړي.

نوموړی زیاتوي: «دولت باید هڅه وکړي چې د نشه‌یي توکو بشپړ مخنیوی وکړي، ځکه چې نور ځوانان په نشې اخته کېږي، ډېری روږدي ځوانان مو لوستي دي، خو بیا هم پر نشې روږدي دي، دولت دې د نشه‌یي توکو قاچاق هم بند کړي.»

په ورته وخت کې، د لوګر د عامې روغتیا ریاست ویاند فهیم‌الله لودین پژواک ته وویل، د روږدو د درملنې لپاره په پل‌علم ښار کې د «ارسلا جمال» په نوم د درملنې ۳۰ بستریز روغتون پرانیستل شوی او اوسمهال لسګونه روږدي کسان پکې بستر دي.

نوموړي زیاته کړه، که څه هم د لوګر ولایت له عامې روغتیا ریاست سره د روږدو کسانو کره شمېره نشته، خو د روان کال له پيله تر اوسه د سلو روږدو درملنه شوې ده.

هغه وویل: «ارسلا جمال روغتون له امنیې قوماندانۍ سره نږدې موقعیت لري، ۳۰ بستره ده، مونږ په درېیو پړاونو کې د روږدو کسانو درملنه ترسره کوو، لومړی د روږدي کس تاریچه اخلو او له ملګرو یې جلا کوو، دویم مشورې ورکوو چې نشه‌یي مواد کم مصرف کړي او درېیم پړاو کې یې په روغتون کې اساسي درملنه په ۴۵ ورځو کې ترسره کوو.»

همدارنګه د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس پژواک ته وویل، له تېرې یوې میاشتې راهیسې د روږدو راټولولو کمپاین شوى او تر اوسه لسګونه روږدي کسان د درملنې لپاره روغتون ته بيول شوي دي.

د هغه په وینا، په درېیو ځایونو روغتون، زندان او خپل کور کې د روغتیايي کارکوونکو تر څار لاندې د روږدو د درملنې لړۍ جريان لري.

د لوګر اوسنيو حکومتي مسوولينو په دغه ولايت کې د روږدو د شمېر په اړه څه نه دي ويلي، خو د پخوانيو شمېرو له مخې، په دغه ولايت کې شاوخوا ١٨ زره کسان پر نشه‌يي توکو روږدي دي.

Visits: 131

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.